افغانستان

په کابل کې د جلغوزيو د پروسس يوې لويې فابريکې په کار پيل وکړ

توسط - په کابل کې د جلغوزيو د پروسس يوې لويې فابريکې په کار پيل وکړ

په افغانستان کې دسیمې له هېوادونو په ښو امکاناتو سمبال د جلغوزیو د پروسس فابریکه سماً په کار پیل کوي. له کابله چین او ځينو اروپايي هېوادونو ته د جلغوزیو له صادرولو وروسته په هېواد کې دننه د دغې ارزښتناکې میوې د پروسس د یوې سترې فابریکې کارونه بشپړ شوي دي. دا فابریکه چې په پلازمېنې کابل کې جوړه شوې، په داسې ماشینونو سمبال ده...

افغانستان

په ميرويس حوزوي روغتون کي د ساري ناروغانو لپاره ۱۴ بستريزه څانګه پرانيستل سوه

توسط - په ميرويس حوزوي روغتون کي د ساري ناروغانو لپاره ۱۴ بستريزه څانګه پرانيستل سوه

د دوشنبې په ورځ د کندهار په ميرويس حوزوي روغتون کي د ساري ناروغانو لپاره ۱۴ بستريزه څانګه، چي د نړيوال روغتيايي سازمان په مالي مرسته بشپړه سوې پرانيستل سوه. پرهمدې مهال د ميرويس روغتون له جراحي واټ سره د جنوبي کوريا هيواد په مالي مرسته د طبي سامان الاتو مرسته وسوه، چي ټول لګښت ئې۳ لکه ۸۰ زره امريکايي ډالره کيږي. د دوشنبې په...

افغانستان, ماشومان

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: افغانستان کې ۲٫۳ میلیونه ماشومان شاقه کارونه کوی

توسط - د کار او ټولنیزو چارو وزارت: افغانستان کې ۲٫۳ میلیونه ماشومان شاقه کارونه کوی

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی چې په افغانستان کې ۲،۳ میلیونه ماشومان په کار لګیا دی. په درنو کارونو کې د ماشومانو د بوختیا له کبله له پرله پسې اندېښنو وروسته د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی، تر اوسه هم په دغه هېواد کې ۲،۳ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته د تګ پر ځای په درنو کارونو لګیا...

ليکني او ژباړي

په تېر م کال کې ۶۶۸۷ ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده

توسط - په تېر م کال کې ۶۶۸۷ ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده

په افغانستان کې د جګړې له شدت سره جوخت د ولسي وګړیو د خوندیتوب ډلې اندېښنه ښودلې، چې په تېر دوه زره اتلسم میلادي کال کې شپږ زره شپږ سوه اووه اتیا کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.  د دغې ډلې د څرګندونو له مخې؛ دوه زره شپږ سوه پېنځلس ولسي وګړي وژل شوي او څلور زره دوه اویا کسان ټپیان دي. کابل، هلمند،...

سيمه او نړۍ

په چين کې له اسلام څخه ويره پر خپرېدو ده

توسط - په چين کې له اسلام څخه ويره پر خپرېدو ده

د چين پر مسلمان اقليت باندي د حکومت له خوا په پيل شوو اقداماتو سره فشارونه مخ پر زياتېدو دي. په شینجيانگ ايالت کې د روزنې د احتمالي کمپونو او د مساجدو کلک کنترول د دغه فشارونو برخه ده. د آن ران له پاره دا غير عادي نه ده چې د چين ټولنیزو انترنتي شبکو ته په داخليدو سره توهين شي. دا ليکوال په...

راپورونه او مرکې

د بلخ په مرکز او ولسواليو کې کابو ۳۰۰ ښوونځی ودانۍ نلري ښې

توسط - د بلخ په مرکز او ولسواليو کې کابو ۳۰۰ ښوونځی ودانۍ نلري ښې

د بلخ د پوهنې ریاست چارواکي په مرکز مزارشریف او ۱۴ ولسوالیو کې ۳۰۰ ښوونځیو ته د ودانۍ له نشتونه شکایت کوي. د بلخ د پوهنې ریاست مسؤلان وايي چې په مجموعي ډول دې ولایت کې ۶۰۰ نارینه او ښځينه ښوونځي موجود دي چې له جملې یې نیمايي ودانۍ نه لري او زده کوونکي په خېمو او یا هم په ازاده فضا کې زده...

راپورونه او مرکې

د پاکستان ويزې په تور بازار کي په ډالرو پلورل کېږي

توسط - د پاکستان ويزې په تور بازار کي په ډالرو پلورل کېږي

خلک وایي، په سلګونو کسان هره ورځ د پاکستان سفارت ته د ویزې د تر لاسه کولو لپاره ورځي؛ خو په اوونیو کې هم ویزه نشي اخیستی؛ ځکه د هرې ویزې په مقابل کې ترې د پیسو غوښتنه کیږي. سهار وختي د پاکستان سفارت مخې ته د سلګونه افغانانو کتار جوړیږي؛ دوی ډېرې ورځې منډې ترړي کوي، چې ویزه ترلاسه کړي. یو شمېر کسان وايي،...

راپورونه او مرکې

څیړنه: افغانستان په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه هيواد دی

توسط - څیړنه: افغانستان په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه هيواد دی

تیر کال په نړۍ کې لږ کسان د ترهګریزو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي. د ترهګریزو بریدونو شمیر هم کم شوی دی، خو په افغانستان کې نه. لاملونه یې د ترهګریزو چارو کارپوه ماتیو هنمان له دویچه ویله سره په مرکه کې په ګوته کړي دي. په لندن کې د ترهګریزو او ښورښتونو چارو د مطالعاتو مرکز مرستیال ماتیو هنمان، ویلي دي...

افغانستان

راتلونکو ورځو کي به د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو لمړی ليست خپور سي

توسط - راتلونکو ورځو کي به د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو لمړی ليست خپور سي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې تر اته ورځو پورې به د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلام شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغو کسانو د معلوماتو پر راټولولو کار کوي، چې ولسمشریزو ټاکنو ته یې د نوماندانو په توګه نوملیکنه کړې ده. د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي وايي، چې اته ورځې وروسته به د نوماندانو لومړنۍ نوملړ اعلان...

افغانستان

زلمی خلیلزاد وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو توافق پر چوکاټ موافقه سوې ده

توسط - زلمی خلیلزاد وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو توافق پر چوکاټ موافقه سوې ده

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد دا خبره نن نیویارک ټایمز ته په یوې مرکې کړې ده. نوموړي ویلي، د دې چوکاټ مسوده د دواړو خواوو ترمنځ چمتو شوې، خو باید پر جزیاتو یې کار وشي. ښاغلي خلیلزاد ویلي، طالبانو ژمنه کړې چې د امریکا د قناعت لپاره هر هغه اقدام کوي چې یو وار بیا د نړیوالو ترهګرو په...