راپورونه او مرکې

د رواني مشورې ورکونې په اړه اروا پوهانو لویه مشورتي ناسته وکړه

توسط - د رواني مشورې ورکونې په اړه اروا پوهانو لویه مشورتي ناسته وکړه

د افغانستان د اروا پوهانو په لومړنۍ مشورتي ناسته کې، چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د تخنیکي معاونیت لخوا د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوه، د یو شمېر حکومتي بنسټونو چارواکو، اروا پوهانو، د اروا پوهنې د اکاډمیکو بنسټونو استازو او د یادې څانګې متخصصینو او محصلینو ګډون...

افغانستان

صالح: غرب نه خیرات نه اخلو، ستراتیژیک شراکت ورسره لرو

توسط - صالح: غرب نه خیرات نه اخلو، ستراتیژیک شراکت ورسره لرو

د ولسمشر غني د راتلونکي ټاکنیز ټکټ لومړی مرستیال امرالله صالح وایي افغانستان لویدیځ نه خیرات نه غواړي؛ بلکې ستراتیژیک شراکت ورسره لري. هغه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ترهګرۍ خلاف جنګ هماغسې چې افغانستان د لویدیځ له مرستې پرته نه شي کولای؛ لویدیځ ته یې هم سرته رسول د افغانستان له مرستې پرته ممکن...

افغانستان

ټاکنو کمیسون له ښځینه نوماندانو د جنسي غوښتنو ادعا رد کړه

توسط - ټاکنو کمیسون له ښځینه نوماندانو د جنسي غوښتنو ادعا رد کړه

د ټاکنو خپلواک کمیسون هغه راپور رد کړ، چې ګواکې د کمیسون مسولینو له یو شمېر پارلماني ښځینه نوماندانو جنسي غوښتنې کړي. پر کمیسون دا تور پرون د ټاکنو د څار یوه بنسټ پورې کړ. خو د کمیسون یوه ویاند ذبیح الله سادات د تور له ردولو سره وویل، که په دې تړاو څوک اسناد لري، وړاندې دې کړي.

افغانستان

چین: طالبان د سولې د فرصت په ارزښت پوه شوي

توسط - چین: طالبان د سولې د فرصت په ارزښت پوه شوي

په کابل کې د چین سفیر لیو جنسانګ وایي وسله وال طالبان د سولې د فرصت په ارزښت پوه شوي. هغه په یوه مرکه کې ویلي، چې طالبان باید دغه فرصت ضایع نه کړي. چینایي سفیر دغه راز ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې پاکستان له سولې بهیر سره همکارۍ ته وهڅوي.

ليکني او ژباړي

د ښځې ليک

توسط - د ښځې ليک

قدرمن ولسمشره!

زه یوه مور یم، چې د نړۍ لوی فاتحان، پوهان او فکرمند مې زیږولي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځې څخه پیدا دی. اپلاطون، ارستو، انشټاین او نور پوهان زموږ په ګېډه کې لوی شوي دي. ښې میندې هم...

ليکني او ژباړي

 انسان او شخصیت وژنه

توسط -  انسان او شخصیت وژنه

لیکنه: سیداصغر هاشمي

ځینې انسانان د نورو انسانانو شخصیت وژنه کوي. دا یو ډول رواني رنځ دی، چې د سادیزم په نوم یادیږي. سادیستان د خپل بدن داخلي جوړښت کې یو ډول ژنونه لري. د دې ژنونو درلودونکي د کمترۍ احساس کوي او د ژوند په هره...

ليکني او ژباړي

افغان سوله او لوی افغانستان

توسط - افغان سوله او لوی افغانستان

مجید ژړاند

دا د هر افغان مسوولیت دی، چې د لروبر د یووالي او امن  لپاره مبارزه وکړي، تر څو  ددغه مبارزې فکري ملګری جوړ شي.

افغان سوله د لوی افغانستان له شتون سره تړلې ده، د پنجابي جنرلانو دا خبرې  د بحث وړ کېدلی شي،...

افغانستان

ډیوه صمد: تېرکال روغتیا وزارت ته له لاسته راوړنو ډک و

توسط - ډیوه صمد: تېرکال روغتیا وزارت ته له لاسته راوړنو ډک و

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالېسۍ مرستیاله ډیوه صمد تېر لمریزکال دغه وزارت ته له لاسته راوړنو ډک ګڼي. هغې، د وزارت د نوي کال د پلان جوړونې په اړه د غونډې پرمهال وکړه. د نوموړې په وینا دغه وزارت تېرکال خپله پرمختیایي بودیجه ۹۴.۴ سلنه لګولې، چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.

افغانستان

افغانستان د ایران له لارې د ارزانه انټرنېټ د اخیستلو هوکړه وکړه

توسط - افغانستان د ایران له لارې د ارزانه انټرنېټ د اخیستلو هوکړه وکړه

افغانستان او ايران تازه يوه هوکړه کړې چې له مخې به يې افغانستان ته ارزان انټرنټ ورکوي.

د افغانستان د مالوماتي ټکنالوژۍ وزير له خپل ايراني سيال سره د سيمه ييز اتصال په موخه د افغانستان د جغرافيوي موقعيت پر ارزښت، د انټرنټي او مخابراتي خدماتو د بېو پر کمښت او په ارزانه بېه د ایران...

افغانستان

ننګرهار کې واورې ورېدو ته خلکو خوشالي کړې

توسط - ننګرهار کې واورې ورېدو ته خلکو خوشالي کړې

د ننګرهار ولايت په يو شمېر سيمو کې اورښت او په شپږو ولسوالیو کې واوره شوې، چې خلک ورته خوشحاله دي او د وچکالۍ ختميدو هيلې يې ورته پيدا کړي دي.

د ننګرهار په پچير اګام، خوږياڼو، حصارک، هسکې مېنې او اچين ولسواليو کې د تېرې شپې را هيسې واوره وريدلې، چې د يادو سيمو خلک ورته خوښ...