ادب

پرښتې د خدای د کلي- فاروق فردا

توسط - پرښتې د خدای د کلي- فاروق فردا

د سپېدو څاڅکي زموږ دشهید ځنګله دغم پر څيري شوي دستمال، نمجنې سترګې وچوي له اوښکو. او کردوندې، د چاله قتله د رالوتی شمال، وچه چينه کې، د ژوندون دجنازې لمانځه ته، په تیمم اخته دي. دغم اورښت، د غره پر سر تړي دوینو لنګۍ او پر ټټر یې ځړوي ستاینلیکونه،مډالونه د مرګوني چوپتیا سحر د شپې د جړو څڼو...

افغانستان

لوګر: په ازره کې د لمریزې برېښنا رسونې د سروي چارې بشپړې شوې

توسط - لوګر: په ازره کې د لمریزې برېښنا رسونې د سروي چارې بشپړې شوې

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د افغانستان د کلیو پراختیا لپاره د دومداره انرژي پروګرام له لارې سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې له لوري د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې ۱۰۹۳۶ کورنیو سروې چارې بشپړې شوې. د یاد شوي وزارت د خبرپاڼې له مخې د دغې سروې د تدارکاتي چارو له بشپړیدو وروسته به په یادو...

ورزش

افغانستان په دریمه لوبه کې هم ایرلنډ بریا ته پرېنښود

توسط - افغانستان په دریمه لوبه کې هم ایرلنډ بریا ته پرېنښود

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان په اسلامي بانک جام دریمه لوبه کې هم ایرلنډ له سترې ماتې سره مخ کړ او د بریا جام یی پورته کړ چې په ترڅ کې یې په ننۍ لوبه کې راشدخان هټرېک وکړ او ترڅنګ یې محمد نبي د افغانستان اسلامي بانک جام د شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی...

افغانستان

اروزګان : پر ۵۰۰ بزګرانو د نباتاتو د ناروغیو او افتونو د کنټرول توکي ووېشل شول

توسط - اروزګان : پر ۵۰۰ بزګرانو د نباتاتو د ناروغیو او افتونو د کنټرول توکي ووېشل شول

د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مرسي کور یا بدیل معیشت پروګرام له لارې ددې ولایت پر ۵۰۰ بزګرانو د «I.P.M» یا د نباتاتو د ناروغیو او افتونو د هراړخیز کنټرول کېټونه ووېشل. د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس احمدشاه خیري وویل، چې په دغو وېشل شویو کېټونو کې د دواشیندلو پمپ، جامې، ماسک، عینکې، د ښاخبری اره، قیچي،...

افغانستان

دایکندي: د نیلي ښار ۷۰۹۰ غیررسمي کورونه ثبت شول

توسط - دایکندي: د نیلي ښار ۷۰۹۰ غیررسمي کورونه ثبت شول

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام له لارې د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار لومړۍ، دوېمې او درېېمې ناحیو په غیر رسمي سیمو کې پراته ۷۰۹۰ کورونه ثبت او سروې کړې دی.

د یاد شوي وزارت د خبرپاڼې له مخې دوی د نیلي ښار غیررسمي سیمو پر اوسیدونکو د ملکیت ۵۰۰ سندونو په...

افغانستان

خوست: لسګونه قابله ګانې او نرسانې فارغې شوې

توسط - خوست: لسګونه قابله ګانې او نرسانې فارغې شوې

په خوست کې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې د قابلګۍ او نرسینګ ښوونځي د دویمې دورې د فراعت غونډه تر سره شوه. په دې غونډ کې د خوست والي محمد حلیم فدايي وویل فارغو نجونو ته به د انټر شیپ له لارې په روغتونو کې د کاري تجربې په موخه زمینه برابره کړي او د خالي بستونو په شتون او د...

افغانستان

صالح: طالبان پر نېم افغانستان نه، پر ۲۰ سلنه خاورې واکمن دي

توسط - صالح: طالبان پر نېم افغانستان نه، پر ۲۰ سلنه خاورې واکمن دي

د کورنیو چارو مخکینی وزیر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې طالبان پر نېم افغانستان نه؛ بلکې پر ۲۰ سلنې خاورې واکمن دي. هغه پرخپلې فیسبوک پاڼې د طالبانو د زیاتې واکمنۍ مدعیان د پردیو استخباراتو خدمتګاران او د ملي روحیې وژونکي ګڼلي. صالح ویلي، چې د ۲۰ سلنه طالب واکمنۍ موضوع ورته د...

ليکني او ژباړي

په قطر کښی سولی مرکچیانو ته څو مشورې- عبدالحکیم نورزی

توسط - په قطر کښی سولی مرکچیانو ته څو مشورې- عبدالحکیم نورزی

سبا دوشنبه (25/02/2019) په قطر کښی د طالبانو او امریکا د هیئتونو ترمنځ د افغانستان دسولی په باره کښی پنځم دور مذاکرات شروع کیږی. دافغانستان دجنګ تاوان افغان مظلوم ولس او امریکا ته رسیږی : 1:- افغان مظلوم ولس ته دجنګ تاوان: دافغان ولس بچیان دهیواد په دفاعی او امنیتی قواووکښی شهیدان کیږی، دافغان ولس بچیان...

اقتصاد

چابهار، سیمه ییزه او نړیواله سیالي او افغانستان!

توسط - چابهار، سیمه ییزه او نړیواله سیالي او افغانستان!

لیکوال: عبدالغفور لېوال

په تېرو درې څلورو کلونو کې د افغانستان یوه هڅه دا وه، چې ځان له ترانزیتي انزوا څخه وباسي او پریوازیني ترانزيتي بندر (کراچۍ) خپله تکیه کمه کړي، ځکه پاکستان تل له دغې انحصاري تکیې څخه د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره، د فشار دوسیلې په توګه کار اخیسته. په دې برخه کې افغان دولت لویې...

افغانستان

د کندوز د ښار جوړولو او ځمکو ریاست اداري ودانۍ ورغول شوه

توسط - د کندوز د ښار جوړولو او ځمکو ریاست اداري ودانۍ ورغول شوه

د ښار حوړولو او ځمکو وزارت د کندز ښار جوړولو او ځمکو ریاست اداري ودانۍ بیا ورغاوه.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې یاد شوی ریاست په دوو پوړونو کې ۱۱ کاري خونې، ۱ د غونډو تالار، ۲ پخلنځي، ۷ تشنابونه لري او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت انکشافي بودجې څخه د ۴ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په...