4G څه ډول تکنالوژي ده ؟

۲۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۱۶ ب.ظ -

۷

دمعلوماتو عصر ته ډیجیټلي عصر هم ویل کیږی. دا هغه عصر دی، چی وګړي کولای شي معلومات په وړیا او ازاده توګه توضیح کړي. دغه عصر دمعلوماتو په ویشلو او توضیع کې په بې ساري ډول پرمختګونه را منځته کړي دي، چې دغه پرمختګونه په ساینس ، ټیکنالوژۍ ، اقتصاد ، طب او دعلم پّ نورو برخو کې راوستي دي. د مالوماتو دلاښه توضیع کولو لپاره ځانګړې ټیکنالوژۍ ته اړتیا وه. دغه اتکنالوژي به نه یواځې معلومات وګړو ته ورسوي؛ بلکی سرعت هم یوبله اساسي اړتیا ده، ترڅو وګړي وکولای شي په اسانۍ او لږ وخت کې مالومات ترلاسه کړي. دمخابراتو تکنالوژۍ په برخه کې په وروستیو ۴ لسیزو کې ډیر پرمختګونه شوي. د وایرلیس یا بې لاینه مخابراتو ګټه داده، چې لګښت یې کم ، وګړو ته په سیار یا ګرځندنه ډول لاس رسی ورکوي. نن سبا دبهرنیو ملکونو وګړي بریښنایي بانکداري کوي او له خپل ګرځنده مبایل څخه انلاین پیرنه تر سره کوي، لکه: ټکیټونه، انلاین سوداګري او نور، چې د دې ټکنالوژۍ پیل له لومړي نسل یا ۱ جی, 1 (First generation Gڅخه وو، ددی سرعت او چټکتیا ډیر کمه وه، چې ورورسته بیا دویم نسل 2G  رامنځته شو، دغه ټیکنالوژي ترپخوا ډیر سرعت لاره، خو بیا هم پرمختګ او څیړنی ونه دریدې، لدی نه وروسته څلورم نسل یا 4G  ټیکنالوژي رامنیځته شوه.

۴ جي ټیکنالوژي:

۴ جي ټیکنالوژي دمخابراتو بې لاینه خدمات دي. ددی لپاره چې دننني عصر اړتیاوې پوره شي، لکه: په زیاته اندازه مالومات له انټرنیټ څخه را ښکته کول، ویډیو کنفرانس، مولټی میډیا ، په ژوندۍ بڼه ویډو خپریدنه هغه اړتیاوې دي، چې دا ټکنالوژي یې رامنځته کړه. ددې ټیکنالوژۍ سرعت ګرځنده موبایلونو کې له 100Mbps  نه بیا تر 1Gb  پورې رسیږي.

۵ جي ټکنالوژي:

د پینځم نسل یا 5G  باندې کار له په ۲۰۱۰ م کال شروع شوی او په ۲۰۱۵ م کال کښی به ګتې ته وسپارل شي، دغه ټکنالوژ ي به په بې لاینه ډول مخابرات عرضه کوي . د دغې ټکنالوژۍ ښکتنی سرعت 1Gb  او لوړ یې تر 1Gb  زیات دی.

ګرځنده موبایل انټرنیټي خدمات دبیړنیو کارونو لپاره کارول کیږي، هغه ډول انټرنیټ، چې کم مصرفه او مالومات یې ډیر لوړ وي، ددې لین لرونکی انټرنیټي خدماتو پروژې لومړني لګښت که څه هم ډیر زیات دی، خو وروسته ډیر ارزانه تمامیږی. دغه ډول انټرنیت دصنعتي، ای ټي کمپنیو، دولتي او نادولتي ادارو کې ډیر اهمیت لري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .