غني: ځانګړو عملياتو ته دې پاملرنه وشي

۱۱ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۱۵ ب.ظ -

ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې وايي ځانګړو عملياتو ته دې پاملرنه وشي، د ملي دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چې د خاصو قطعاتو دستورالعمل دې ترتیب او د تصویب په خاطر دې د ملي امنیت شورا ته وسپاري.

له ارګ څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن له غرمې وروسته د خاصو ځواکونو د شهیدانو فاتحې او قران شریف د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ او د ټولو قربانيانو په ځانګړي ډول د خاصو ځواکونو د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه.

دا مراسم چې د ځانګړو ځواکونو په قول اردو کې جوړ شوي وو، د قران شریف له ختم وروسته د هېواد جمهور رئیس د خپلې غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب د قربانيانو په ځانګړي ډول د خاصو ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کړل، د دې ځواکونو قربانۍ یې وستایلې او په موقع یې د هغو کورنیو ته پر رسیده‎ګۍ ټینګار وکړ.

د ځانګړو ځواکونو د شهیدانو د وارثانو په استازیتوب عبدالعظیم خبرې وکړې او له جمهور رئیس څخه یې د شهیدانو له کورنیو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ له څرګندولو قدرداني وکړه، وې ویل: “د دې خاورې د یوه بچي او د شهید د یوه وارث په توګه ډاډ درکوم چې د هېواد او ملي ارزښتونو څخه به ساتنه کوو او د شهیدانو د پاکو ارزښتونو د تحقق په خاطر به د دوی لار تعقیب کړو.”

وروسته ولسمشر او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه چې په کې د خاصو عملیاتو قول اردو قومندان ډګر جنرال بسم الله وزیري د خپلو اجرااتو راپور وړاندې کړ او د قواوو ترمنځ یې د لازمو ګډو هڅو او همغږۍ ډاډ ورکړ.

اشرف غني د خاصو عملیاتو قول اردو قومندان بسم الله وزیري ته د ډګرجنرالۍ د رتبې د ورکړې په مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړپوړو مقاماتو او سرتېرو په حضور کې جوړ شوي وو، ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي په خپلو خبرو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د جمهور رئیس د پاملرنې او څارنې قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د جګړې په ډګر کې دې ځواکونو دښمن مات کړی او له وطن څخه د دفاع په لار کې له هیڅ ډول هڅو ډډه نه کوي.

په دې غونډه کې د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د خاصو ځواکونو قول اردو قومندان بسم الله وزیري د ترفیع حکم ولوست. په فرمان کې راغلي، نوموړي ورسپارل چارې په بریالي او درست ډول اجرا کړي چې د قدردانۍ په پار نوموړي ته له تورنجنرالۍ څخه د ډګرجنرالۍ ترفیع منظور ده.

د وسلوال ځواک اعلی سرقومندان د خاصو ځواکونو قول اردو قومندان بسم الله وزیري ته د ډګرجنرالۍ رتبې له ورکړې وروسته د دې قول اردو منسوبینو ته په خطاب کې وویل: “ستاسې له سربازۍ څخه چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې وضعیت بدلون موندلې، مننه کوم.”

ده زیاته کړه، تاسې تل د خلکو له حقونو څخه دفاع کړې او په دې لاره کې برحقه یاست.

هغه ملي دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چې د خاصو قطعاتو دستورالعمل دې ترتیب او د تصویب په خاطر دې د ملي امنیت شورا ته وسپاري.

نوموړي ځانګړو قواوو ته په خطاب کې وویل: “تاسې د ملي یووالي په څېر یاست، زما او د افغانستان د ټولو خلکو پر وړاندې ځانګړي یاست، ځکه پر تاسې پانګونه شوې او ځواکونه او ملت پر تاسې تکیه دی.”

هغه څرګنده کړه، خاصو عملیاتو ته باید پاملرنه وشي او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه تاسې هر یو د دې خاورې رښتینی بچې ګڼي او پر تاسې هر یوه ویاړي.

غني د خاصو ځواکونو قول اردو قومندان بسم الله وزیري له هڅو مننه وکړه او لارښوونه یې وکړه چې د افسرانو او بریدملانو د ترفیع او دغه راز دې د دې قول اردو د سرتېرو د تقدیرولو لیست جوړ او په دې برخه کې دې لازم اقدامات وکړي.

د وسله وال ځواک اعلی سرقومندان وویل: “پر تاسې باور لرم، ځکه تاسې زموږ خوندیتوب تأمینوئ او موږ سوله او ثبات مومو. “

هغه زیاته کړه، راتلونکي نسلونه به تاسې په نېکۍ یادوي او له وطن څخه د دفاع او له دښمنانو سره د مبارزې په خاطر به ستاسې کړنې ستایي.

د دې مراسمو په پای کې د خاصو عملیاتو قول اردو قومندان بسم الله وزیري له وسله وال پوځ څخه د جمهور رئیس د ملاتړ او څارنې قدرداني وکړه او د خپلې رتبې ترفیع یې د دې قول اردو د منسوبینو د هڅو او قربانو منندویه وبلله.

هغه ډاډ ورکړ چې له هېواده د دفاع په برخه کې به په انسجام، یووالي او یو موټي ډول جدي هڅې وکړي.

غنی ځانګړي عملیات

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .