افغانان نه ذهني او نه هم فزيکي مستعمره مني

ليكوال: فرهاد افغان ۱۴ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۱۵ ب.ظ -

په دې وروستيو کي د منځنۍ اسيا د ځينو مغرضو هيوادونو او افراطي کړيو توافق، د افغانستان او افغانانو راتلونکى ګواښي. د منځنۍ اسيا ځيني هيوادونه د ترهګرو او افراطي کړيو په څېر د افغانستان د جګړې پر تداوم کار کوي. روسيه، چين، ايران او پاکستان هغه هيوادونه دي، چي په علني ډول تروريستان حمايه کوي. د طالبانو د جلا شوي ډلي مشر څو ورځي مخکي يو زيات شمېر مختلف النوع درنې او سپکي وسلې رسنيو ته وښودلې، چي تازه د ايران په وساطت د روسيې لخوا د طالبانو سره مرسته شوي وې.

په دې وروستيو کي د وسله والو طالبانو وسلې کاملاً نوي شوي

په دې وروستيو کي د وسله والو طالبانو وسلې کاملاً نوي شوي

دا وسلې ټولي نوي وسلې وې، چي تازه توزېع شوي وې، د نوعيت له مخي د کلاشينکوف څخه تر راکټ اندازه پوري ټولي داسي وسلې وې، چي د توليد ځاى نښي يې پاکي شوي وې. ملا محمدرسول د رسنيو سره په خبرو کي وويل، چي يادي وسلې يې د جګړې پر مهال د وسله والو طالبانو څخه نيولي دي. ملا محمدرسول وايي، روسان د طالبانو سره هر ډول مرستي کوي. هغه وايي، په دې وروستيو کي يې څو ځلي د وسله والو طالبانو څخه دا ډول روسۍ وسلې او مهمات نيولي، چي پرې ليکل شوي ټول توري يې د طالبانو لخوا پاک شوي دي. ملا محمدرسول وايي، روسانو طالبانو ته د هر ډول مرستي ټټر ډبولى دی. د طالبانو ځيني ټيټ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مني، چي ايران، چين او روسيې اوس د طالبانو سره عظمي مرستي پيل کړي دي. د هلمند او فراه ولايتونو ځيني ځايي اوسېدونکي وايي، چي په دې وروستيو کي د وسله والو طالبانو وسلې کاملاً نوي شوي او تر پخوا ډېر تجهيز او اکمال شوي دي. سياسي شنونکي او د چارو کارپوهان وايي، چي د منځنۍ اسيا د يادو هيوادونو دا ډول مداخله پر اور تېل شيندل دي. روسيه او ايران د خپلو شخصي موخو لپاره غواړي افغانستان د نړيوالي جګړې په ډګر مبدل کړي. روسان غواړي، خپل پرونى غچ واخلي او ايران بيا غواړي د پان شيعه ييزم او مذهبي اختلافاتو څخه په سوء استفادې په سيمه کي خپل راج لوړ کړي او بالاخره ځان د يو مذهبي سمبول په ډول تمثيل کړي. ايران تل په داسي هيوادونو کي د مداخلې لپاره د مذهب له نوم څخه سوء استفاده کړې ده، ايران فکر کوي، چي شيعه ييزم به ټول سنيزم تر ستوني تېر کړي او دوى به لومړى په مذهبي اسلوب کي ځان د سيمي په هيوادونو کي (ايران) د مذهب په ادرس معرفي او مطرح کړي، ځکه ايران د سعودي عربستان سره سيالي کوي. نو په همدې اساس، ايران هم غواړي په منطقه کي د مذهب د مدافع هيواد په نامه وپېژندل شي، د مذهب د ادرس او مذهبي اولګو په څېر ځان مطرح کړي. ايران خپل دې ارمان ته د رسېدو لپاره ډېري زياتي هلي ځلي وکړې، په زرګونو سني مذهبه يې فقط د مذهبي اختلافاتو په اساس په شهادت ورسول. د شيعه مذهب د تشير، رشد او توسعې لپاره يې مختلف مراتب ايجاد کړل، د نورو مذاهبو تر منځ يې تاوتريخوالي ته لمن ووهل، په زرګونو انسانان يې دا اوس د ايران په مختلفو زندانونو کي يوازي د سني په جرم بنديان دي. د عالي احمد په نوم يو تن د ټاټوبي اوونيزي سره په خبرو کي وويل، يوازي د ايران د ما زندران په زندان کي په زرګونو خلک د مذهبي اختلافاتو له امله بنديان دي. دا ډول مذهبي اختلافات په سيمه کي يو دايمي اور ته د لمن وهلو مفهوم لري، ځکه هيڅ يو افغان به دا ايډيالوژي ونه مني، ځکه افغانان نه فکري او نه هم مذهبي مستعمره مني. ايران بايد پوه شي، چي خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د هيڅ يو افغان فکر هم نه شي مستعمره کولاى، دوى بايد پر بله نسخه کار وکړي او روسان هم بايد پوه شي، چي دا نسخه يې هم لکه مخکي نسخه نتيجه نه لري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .