په دې ټاکنو کې تراوسه سوماليايي توکمه مسلمان الهان عمر د امریکا مینه سوټا او فلسطیني توکمه رشیده طیب په مشیګان ایالت کې د ډېرو رایو ګټلو سره د امریکا ولسي جرګې ته لار وکړه.
سومالي توکمه کډوال په مینه سوټا ایالت کې پام وړ ډېر دي او اوس واشنګټن کې خپل استازی لرلی شي.
د مشیګان دیربورن ښار کې نیم میلیون مسلمانان اوسي او د امریکا د مسلمانانو پلازمېنه بلل کېږي.
پایلو ته په پام ډېری امریکايي رسنۍ وايي، چې د مشرانو جرګې ډېری څوکۍ به د جمهوریپالو په لاس کې پاتې شي او په دې جرګه کې به خپل ځواک نور هم پیاوړی کړي.
خو تر اوسه د امریکا په ډيری ایالتونو کې لا ټاکنې نه دي بشپړې شوې. خو ښايي په نورو ایالتونو کې مسلمانان ځکه رایې و نه ګټي چې هلته ددوی شمېر کم دی.
Comment is not allowed