کندهار کې ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۱۷ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۴۰ ق.ظ -
په کندهار ولايت کي ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۵ اتل قول وياند تورن احمد عيسا صادق وايي، ملي اردو او ملي پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تېمور سیمه کې د نصرت ۹۷ په نوم عملیات ترسره کړي. د صادق په خبره،  په دغه عملیاتو کې ۱۷ طالبان وژلرشوي او اووه  نور ټپيان دي. هغه زیاتو، چې په یادو عملیاتو کې يي ګڼ شمېر ماینونه  او ۱۴ عرادې موتر سایکلونه هم له منځه وړلي دي. وسله والو طالبانو رسنیو ته تر دې دمه څه نه دي ویلي. عملیات لغمان
۱ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed