دا ځل موقع له لاسه مه ورکوه!!!

۱۹ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۳۶ ق.ظ -

مسعود افغان

د تیر کوچني اختر څخه دعامو افغانانو په منځ کي یوه خبره ډیره تکراریږي او په ډیر خوند سره وايي چي زموږ په ژوند کي درې ورځي تیري سوي دي، خاصتا نوی ځوان نسل چي رښتیا هم د دوی په ژوند کي درې ورځي تیري سوي دي.

دا درې ورځي کومې دي او ولي پخپل ژوند کي له دې  دروو ورځو یادونه کوي؟

دا هغه درې ورځي دي چي وروسته تر ۲۰۰۱ م کال په لومړي ځل  په تیر کوچني اختر کي افغان حکومت د یو اړخیز سراسري اوربند د کولو اعلان وکړ. افغان ولسمشر د تیري روژې میاشتي د ۲۷ نیټې څخه بیا د کوچني اختر تر ۵ پورې اوربند اعلان کړ او طالبانو لخوا یواځي د اختر ۳ ورځي اوربند ومنل سو.

افغان حکومت او طالبانو د اوربند په اړه اعلاميې خپرې کړې چي یو پر بل به برید نه کوي، طالبانو وکولای سوای چي له ډیري مودې وروسته په آزاد ډول ښارونو او بازارونو ته راووځي او د اختر خوشحالي د ښاریانو سره په څنګ کي په خوښي او خوشحالي تیري کړي. ددې تر څنګ ټول هغه عام افغانان او د دولت مامورین چي خپل کورونه او یا هم د دوستانو کورونه یې د طالبانو لخوا په ناامنه سویو سیمو کي وه، وروسته له ډیري مودې وتوانیدل چي خپل کور، کلي او مالت ته ولاړ سي او لږ تر لږه د اختر په دا دریو ورځو کي د خپلو دوستانو سره په ډاډه زړه واوسي او له ژوند څخه خوند واخلي. که څه هم د حکومت غوښتنه دا وه چي اوربند د روژې د مبارکي میاشتي د ۲۷ څخه د اختر تر ۵ پوري وي تر څو لرې پرتو سیمو ته بشري مرستې واستول سي او ځپل سوی اولس یو څو ورځي نور هم د امنیت په فضا کي ژوند وکړي.

دکوچني اختر اوربند ډیر پیغامونه درلودل. طالبان ښارونو ته راغلل په ښار کي د خلګو د تود هرکلي سره مخ سول یو بل یې په غیږ کي سره ونیول او دیو بل سره یې د خوشحالي ددې صحنو یادګاري تصویرونه واخیستل. تر دې چي یو ډله طالبان وروسته تر ډیري مودې په کابل کي دایسکریم خوند وکتی.

د طالبانو رهبرانو هیڅکله دا فکر نه کاوه چي اوربند به دومره له تود هرکلي سره مخ سي تر دې چي وبیریدل چي پر طالبانو خپل حاکمیت له لاسه ورنکړی نو ځکه هغه طالبانو ته چي په ښارونو کي له خلګو سره عکسونه اخیستي وه د جزا ورکولو اخطار ورکړ.

دسیمي استخبارات هم سخت په تشویش کي سول. فکر یې کوی چي پر طالبانو چي یې څومره سرمایه ګذاري کړې وه په اوبو لاهو سوه. له همدې امله د راپورونو په اساس چي د اوربند وروسته د طالبانو د رهبري په متوسطه برخه کي ۳۰ سلنه تغیرات راغلل ځکه لدې یې بیره درلودل چي داسي نه چي بین الافغاني سولي ته غاړه کښیږدي.

وروسته تر هغه په لوی اختر کی یو ځل بیا افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو سره د اوربند په اړه د حکومت دریځ ښکاره کړ او ویي ویل چي د لوی اختر څخه بیا د محمد صل الله علیه وسلم تر مبارک میلاد پوري اوربند اعلانوو پدې شرط چي طالبان هم دا اوربند ته غاړه کښیږدي.

خلګ ډیر زیات خوشحاله سول، سولي دپاره یې هیلي زیاتي سولې او ګومان یې کوی چي دا اوربند به د سولي پیلامه سي. د حکومت دا دریځ ددې سبب سو چې عامه اذهان د لومړي ځل لپاره سولې ته هیله مند سي او دا ورته معلومه سوه چي حکومت په رښتیا هم خلګو ته د یو سوکاله او د امن څخه ډک ژوند د زمینې د برابرولو لپاره کوښښ کوي. نور نو خلګ پدې تمه وه چي اوس به معلومه سي چي طالبان هم په رښتیا د سولي طرفداران دي؟ که دسولې طرفداران وي نو اوربند ته به مثبت ځواب ووایي طالبان په خپلو پرېکړو کې څومره خپلواک دي. ډیرو خو دا تمه درلوده چي د کوچني اختر په څیر به دا ځل هم د طالبانو له لوري د اوربند لپاره د دوی ځواب مثبت وي او لږ تر لږه څومره موده چي دولت اوربند اعلان کړی دی که هغومره نه وي د تیر اختر په څیر درې ورځي خو به حتمآ اوربند تایید کړي.

خو طالبانو د خلګو د توقعاتو برخلاف دا ځل حتا درې ورځي اوربند هم ونه مانه او هغه هیلي چي خلګو درلودې چي دا یو ځل بیا هم د لوی اختر دا مبارکي ورځي د خوښۍ او ورورولۍ په فضا کې  د خپلو دوستانو او خپلوانو په څنګ کي په خپلو کلیو او بانډو کي تیري کړي. له بده مرغه داسې ونشول. خلګ له طالبانو نهیلي سول. د خلګو د درد حس له دوی سره نه وو. طالبانو یو ځل بیا افغانانو ته خپله اصلي څیره وښودله.

خو تر هغه تیروتنو سره سره چي هر ځل دوی د خلګو او دولت پر وړاندي ترسره کولې، حکومت د افغانستان او افغانانو د ژوند د اسانتیاوو د تامین کوونکي او مسؤل په صفت یو ځل بیا خپله دنده وبلله چي د طالبانو سره د اوربند او د سولي د خبرو په اړه خپل دریځ ښکاره کړي. د سولي لپاره یې د بې قید او شرطه خبرو اعلان وکړ او ویې ویل چي په هر ډول شرایطو کي د سولي خبرو ته آماده دي. خو د سولي دا خبري باید بین الافغاني وي او د افغانانو په مشري تر سره سي.

طالبانو د پخوا په څیر بیا هم خپلي بابولالي ږغولې او په پټو سترګو پرته لدې چي د افغانستان ملي ګټي په نظر کي ونیسي یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو د استخباراتي کړیو ښکار شول او په مخامخ ډول د افغانانو پر ځای یې د امریکایانو، ایرانیانو، سعودیانو، پاکستانیانو، روسانو او نورو سره د افغانستان په برخلیک سودا وکړي.

حکومت که څه هم سولې ته تل ژمن پاتې شوی دی خو د طالبانو دې دریځ یو ځل بیا مجبور کړ چې د دوی پر وړاندي له نظامي قوت څخه کار واخلي. حکومت غواړي چې طالبانو ته دا پیغام ورسوي چې که خبرو اترو ته حاضر نشي نو وسله وال پوځ ددې پوره وړتیا لري چې هغوی سره د ټوپک په ژبه هم خبرې وکړي.

د حکومت په امنیتي سیاست کې د بدلون سره سم دوه تنه طالب ضد څېرې چې په تېرو کلونو کې د طالبانو سره د سختې مبارزې مخینه لري، د ملي دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو په توګه وګمارل شوې. د اسد الله خالد او امرالله صالح ګمارل دا پیغام درلود چې افغان پوځ له دفاعي حالته تعرضي حالت ته مخه کړې ده. د دولت د مخالفینو پر وړاندي یې هوايي بریدونه شروع کړل په یادو هوايي بریدونو کي طالب مشرانو ته سخت تلفات واوښتل.

د حکومت ددې کړني هدف دا وو چي تر څو طالبان مجبور کړي د یو باامنه او سوکاله ژوند په هدف د سولي خبرو ته حاضر سي.

حکومت طالبانو ته یو ځل بیا اعلان وکړ چي له دوی سره مخامخ خبرو ته کښیني او له خپل بغاوت څخه لاس واخلي. پدې موخه یې د منطقوي اجماع او په منطقه کي د هیوادونو تر منځ د قدرت د توازن په خاطر د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د ایران او هند د ملي امنیت شورا د سلاکارانو سره د افغان سولي په خاطر خبري وکړې. د افغانستان د سولي عالي شورا پلاوی ګاونډي هیواد ایران ته سفر وکړاو ټاکل شوې ده چې سبا به د سولي د عالي شورا د دارالانشاء ریس محمد عمر داودزی د افغان سولي په پار پاکستان ته سفر وکړي.

افغان حکومت یو وار بیا وښودله چي د سولي لپاره قوي اراده لري. دا ځل طالبان باید موقع له لاسه ورنکړي او په خپل ټول توان سره د افغان حکومت د سولي له دې پروسې سره یو ځای سي او د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه کېږدي. ځکه نور دوی ته معلوم سوي دي چي په تیرو ۲ میاشتو کي افغان حکومت دوی ته سخت تلفات اړولي دي او نور دوی نسي کولای چي د افغان پوځ په وړاندي وجنګیږي. دوی ته یواځي یوه لار پاته ده هغه دا چي باید د سولي خبرو ته حاضر سي، او د حکومت د هغو هڅو پر وړاندي چي د اوربند له پاره یې کوي خپله مثبته اراده ښکاره کړي.

۱۷ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed