د نړۍ تر ټولو اوږد د رېل ګاډۍ تونل

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۵۸ ق.ظ -

په سویزرلېنډ کي د رېل ګاډۍ تر ټولو لوی تونل په تېره هفته کي د ترافیکو پر مخ خلاص کړل سو.

د دې تونل نظریه ۷۰ کلونو مخکي ورکړل سوې وه چي وروسته په ۱۹۹۶ کي ئې عملي کار پیل سو او تېره هفته ئې په بشپړه توګه کار خلاص سو. دا تونل چي Gotthard Base Tunnel نوم لري او ۳۵ میله (۵۶.۳ کیلومتره) اوږدوالی لري په سویزرلینډ کي د الپ تر غرونو لاندي تېر سوی دی.

دا تونل اوس په نړۍ کي د اوږده تونل ریکارډ تینګ کړی دی. دا تونل له سویزرلېنډ څخه اروپا ته غځول سوی او د اروپا مشهورو هيوادونو ایټالیا او فرانسې ته ئې سفر آسانه کړی دی.

پر دې تونل باندي ۲۴۰۰ کسانو کار کړی او تقریباً ۱۲ بلیونه سویز فرانکس (۸.۲۵ بلیونه پاونډه) مصرف پر راغلی دی. د دې تونل په جوړولو کي له ډېرو غټو ماشینونو څخه کار اخیستل سوی دی او تونل د یوې دایروي ارې په واسطه سوری سوی دی. د دې تونل په کیندلو کي تر ۲۸ ملیونه ټنه ډېره ډبره کیندل سوې. دا تونل به له زوریچ څخه میلان ته په ۲ ساعته او ۴۰ دقیقو کي ورسېږي چي تقریباً تر اوسني وخت یو ساعت لږ وخت نيسي.

د دې تونل په جوړېدلو سره به اوس سیاحان د الپ د غرونو په منځ کي سیاحت ته لاسرسی ولري.

دا تونل به د جاپان ۵۳ کیلومتره سیکان تونل دويم مقام ته او د انګلستان ۵۰ کیلومتره چینل تونل درېیم مقام ته کښته کړي.

۵ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed