ګرشک ولسوالۍ کې لسګونه زره جریبه ځمکه غصب شوې ده

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۰۲ ب.ظ -

د هلمند چارواکي وايي چې يو شمير زورواکو او لوړپوړي دولتي چارواکو، ګرشک ولسوالۍ کې لسګونه زره جريبه ځمکه غصب کړې چې پرمختيايي پروګرامونه يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د هلمند حکومتي چارواکو او قومي مشرانو په کې ګډون درلوده.

قومي مشر عاليشاه خان وويل چې په ګرشک ولسوالۍ لسګونه زره جريبه ځمکه غصب شوې خو د مخنيوي لپاره يې تر اوسه هيڅ اقدام نه دى شوى.

ده وویل: ((حکومت شته، امنیتي ځواکونه شتون لري، خو متاسفانه چې هره ورځ ځمکې غصبيږي، دولتي کسانو په دې غصب شويو ځمکو کې مارکيټونه، دوکانونه، او کورونه جوړ کړي دي.)) همدرانګه بل قومي مشر عبدالشکور خان وويل، که حکومت د ځمکو د غصب مخنيوي ونه کړي نو د خلکو باور به پر حکومت ډير کم شي.

ده زياته کړه: ((حکومت چې له خپل ملکيت نه دفاع نه شي کولاى، د خلکو له ملکيت نه به څنګه دفاع وکړي؟ هره ورځ عامه شتمني زورواکي چور کوي.))

په ورته وخت کې د ګرشک ولسوال مولاداد توبه ګار هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې لسګونه زره جريبه ځمکه غصب شوې ده.

دى وايي: ((کوښښ کوو چې د ولايت مقام سره په همکارۍ د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو لپاره يو پلان جوړ کړو.))

خو بل لورته د ګرشک ښاروال سردارولي بارکزي وويل چې تر اوسه يې شپږ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه کړه ده.

بارکزى زياتوي: ((د ځمکې د غصب پر  مسلې ټول حکومتي مشران خبر دي، دا يو ګډ کار ته اړتيا لري.))

د يادې غونډې په پاى کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې د غصب شويو ځمکو د بيرته راګرځولو لپاره به ډير ژر پلاوى وټاکي.

ده پر سيمه ييزو حکومتي مسوولينو نيوکه وکړه چې د ځمکو د غصب په مخنيوي کې يې اړيني هلې ځلې نه دي کړي.

د يادونې وړ ده چې د هلمند ترڅنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم د يو شمير زورواکو او دولتي کسانو له لوري سلګونه زره جريبه ځمکه غصب شوې، خو د دې کار د مخنيوي لپاره اړين ګامونه نه دي اخيستل شوي.

۱۰ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed