مایک پمپیو: په سوریه کې د ایران پوځي شتون نه منو

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۳۵ ب.ظ -
  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، واشنګټن به په سوریه کې د ایران پوځي شتون د ختمولو پورې دیپلوماسۍ وکاروي او له متحدینو سره به په شریکه کار وکړي. پمپیو ویلي، تر هغه وخته چې ایرانیان او د دوی لپاره نیابتي جګړه کونکي له سوریې وتلي نه وي، امریکا به د هغو سیمو بیا رغاونې لپاره هېڅ مرسته و نه کړي، چې د بشارالاسد حکومت تر کنټرول لاندې دي. پمپیو دا څرګندونې له سوریې نه ا مریکایي پوځیانو ایستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ له ناڅاپي اعلانه درې اونۍ وروسته کړې دي. دې اعلان د امریکا متحدین حیران کړي او واشنګټن کې هم پرې نیوکې شوې دي.
۶ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed