د هند د پوځ مشر: هند دې هم طالبانو سره مذاکراتو کې شامل شي

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۳۸ ب.ظ -
  د هند د پوځ مشر ویلي دي چې هند دې هم د طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې شامل شي. د هند د پوځ لوی درستیز بپن راوت په خپلې کلنۍ وینا کې ویلي دي چې که هند له افغانستان سره علاقه لري، نو پکار ده له طالبانو سره د سولې په اړه په خبرو کې گډون وکړي. راوت څو ورځې مخکې له رسنیو سره د خبرو پر مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو هرکلې کړی و. یاده دې وي، چې هند په مسکو کې له طالبانو سره په یوې غونډې کې گډون کړی و. هند خپل دوه استازي مسکو ته استولي و خو هغوی یواځې د خبرو نظارت ته ورغللي و. د هند د پوځ مشر د دې سوال په ځواب کې چې ایا هند د طالبانو په اړه خپله نظر بدل کړی، ویلي، چې له طالبانو سره خبرې دې د افغان حکومت په مشرۍ وشي او ټول مسولیت دې هم افغان حکومت ته ورکړل شي.
۶ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed