د طبيعي پېښو له زيانمنو سره بايد څه وسي؟

۱۱ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۰۳ ب.ظ -

نصيراحمد ثاقب محصل

د هيواد په ګوټ ګوټ کي وروستيو اورښتونو له ځان سره ګڼ مالي او ځاني زيانونه لرل او ګران هيوادوال مو له ګڼو ستونزو سره مخ سول، خو د زيانونو د کچي د ټيټوالي په برخه کي څنګه چي لازمه وه هغسي کار ونه سو. دا چي لا هم د ژمي موسم دوام لري او د دې ډول نورو پېښو د رامنځ ته کېدو احتمالات سته، نو حکومت ته پکار ده چي له شته امکاناتو څخه په ګټني د طبيعي پېښو د زيانونو مخنيوي وکړي. لومړي پکار ده هغه لاري چي د بېلابېلو لاملونو له کبله تخريب سوي دي، بايد په معياري توګه ورغول سي او د دې تر څنګ د ټولګټو چارو وزارت خپلو کارکوونکو ته دنده وسپاري، تر څو د واورو د اورښت پر مهال هر څومره ژر چي کېداي سي لاري صفا کړي. دغه راز د اورښتونو پر مهال د عامه پوهاوي د کچي په لوړوالي کار وسي او په کومو سيمو کي چي د تګ پر مهال خطر احساسېږي بايد خلکو ته پر هغه لارو د تګ اجازه ورنه کول سي. خلکو ته پکار ده چي د انساني او اسلامي همدردۍ له مخي د طبيعي پېښو له زيانمنو سوو سره مرستي وکړي او هغه کسان چي د سرپناه او يا خوراکي توکو د نشت سره مخ دي، زموږ خلکو او په ځانګړې توګه شتمنو هيوادوالو ته پکار ده چي ورسره د توان سره سمي مرستي وکړي. دغه راز د مرستو په راټولولو کي د هر افغان ونډه اغېزه لري، خو دا هم پکار ده چي د دې مرستو په وېشلو کي روڼوالي او عدالت په پام کي ونيول سي.

محمد حضرتي د ځوانانو فعال

زما په نظر، تر ټولو مهم دولت ته دا ده چي مخکي له دې چي طبيعي پېښي رامنځ ته سي دوي بايد اماده ګي ولري. دلته مرسته کوونکي ټولني سته، د پېښو پر وړاندي بېړني کمېسيون سته، دوي بايد مخکي له مخکي دا اټکل وکړي چي په کومو سيمو کي د پېښو د رامنځ ته کېدو احتمال سته، چي ښه بېلګه يې شمالي ولايتونه دي، چي هلته ډېر اورښتونه کېږي، همېشه د واورو له امله لوي لاري تړلي وي او خلک يې هر کال له ډېرو ستونزو سره مخ وي. دويم ولس په دې کي مستقيم رول لري، چي له زيانمنو سوو سره مرستي وکړي، ځکه په دې ولس کي هر ډول خلک سته، سوداګر سته، دا ټولنه داسي خلک هم لري چي ډېر امکانات لري، چي موږ او تاسو وليدل په ډېرو سيمو کي له خلکو سره ملي سوداګرو مرستي وکړې، د دوي لاسنيوي يې وکړ او ستونزي يې ورهواري کړې. هغه خلک چي د طبيعي پېښو او جګړو له امله بې ځايه سوي وو، يو شمېر سوداګرو ورسره مالي مرسته وکړه، د دوي د اوسېدو لپاره يې امکانات برابر کړل، نو د دې ټولني هر وګړي تر خپله وسه په دې مکلف دي چي د طبيعي پېښو له امله له زيانمنو سوو سره مرسته وکړي. بل مهم اړخ چي خلک ورسره مرسته کولاي سي پر دولتي او د مرسته کوونکو ټولنو باندي څار دي، هغه مرستي چي د يادو بنسټونو لخوا کېږي، ډېري وخت رڼې نه وي، يو شمېر سيمي چي اړتيا وي مرسته پکي نه کېږي، نوري سيمي چي ډېره کمه اړتيا پکي ليدل کېږي هلته بيا ډېري مرستي کېږي. نو ولس هم دلته مسؤل دي چي واقعي خلک چي د مرستو وړ وي، دولت او مرسته کوونکو ټولنو ته ورپه ګوته کړي، تر څو پر وخت مرستي ورسره وسي.

بسم الله معروفي د پوهنتون استاد

لکه څنګه چي طبيعي پېښي د طبيعت زېږنده دي او په طبيعي ډول رامنځ ته کېږي، نو په کار ده چي دولت او ملت يې لا له وړاندي د مخنيوي په موخه تدابير سنجولي او نيولي وي. د هيواد د هري طبيعي پېښي د مخنيوي او مهارولو په وړاندي څومره چي ملت بايد خپلي هڅي ګړندۍ او ژوندۍ وساتي، په کار ده چي دولت لا پراخ پلانونه طرح او د تطبيق په وخت کي جدي اوګړندي ګامونه اوچت کړي. دا هيواد د ټولو افغانانو ګډ کور دي، نو په کار ده چي د دې مشترک کور د پېښو په وړاندي يو موټي سو او په ګډه يې د مخنيوي لپاره لاسونه بډ وهو، يو د بل تر څنګ ودرېږو او په ګډي ارادې سره د طبيعي پېښو په وړاندي خپل مسؤليت او رسالت ادا کړو. د هيواد په هره حوزه کي چي کله طبيعي پېښه رامنځه سي، د هر هيوادوال دا ملي وجيبه ده چي د ځپل سويو هيوادوالو سره خپله خواخوږي څرګنده او د مرستي لپاره يې خپل وس او توان ونه درېغوي او د سختو شېبو په اسانولو کي ونډه واخلي. مدني ټولنو او ملي پانګوالو ته په کار ده، چي د طبيعي پېښو له زيانمنو سويو سره د مرستي په پار يوه همږغي رامنځ ته کړي، د مرستي راټولولو لپاره يو صندوق کښېږدي، همدغه همږغۍ ته په کار ده چي د سيمي بېلابېلو برخو ته د مرستو جلبولو او راټولولو په موخه لاړ سي او د رامنځ ته سوي طبيعي پېښي له قربانيانو لپاره مرسته راغونډه کړي او راټولي سوي مرستي بايد له ځايي ادارې سره په همږغۍ د يوه ټاکلي هيئت په ملتيا تر زيانمنوسويو پوري ورسوي. دغه راز په عادلانه توګه يې پر هغه کورنيو ووېشي چي په طبيعي پېښه کي يې زيان ليدلي وي. دولت له همدې ملت نه جوړ سوي دي، دولت د ملت لپاره چوپړ وهي او د خپلو ملتونو د ژوند د پرمختګ او اسانتياوو په رامنځ ته کولو کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي، دولت په خپله اډانه کي د طبيعي پېښو د مخنيوي لپاره ځانګړې اداره لري، چي د طبيعي پېښو له قربانيانو سره مرسته کوي، دې بنسټ ته په کار ده، چي پر وخت د دا ډول پېښو د مخنيوي په موخه کارنده ګامونه پورته کړي، له وړاندي بايد نړيوالي مرستي راجلب کړي، او د اړتيا پر مهال يې پر اړو کورنيو ووېشي، د ملت او دولت له داسي ګډو همکاريو او مرستو رسولو په پايله کي به زموږ اړمنه ټولنه له يوه لوي انساني ناورينه ژغورل سوې وي.

شاه آغا اکرمي د کندهار پوهنتون محصل

بدبختانه افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دي چي طبيعي پېښي زياتي پکښي رامنځ ته کېږي، چي اکثره وخت زموږ هيوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، نو هر کله چي داسي يو طبيعي پېښه رامنځ ته کېږي، نو بايد مخکي له مخکي د طبيعي پېښو په وړاندي دمبارزې اړوند ارګانونه کافي چمتوالي ولري او پر وخت د خلګو ستونزو ته رسيدګي وکړي. دلته خبره تر امکاناتو پوري ده، اکثره وخت يوه طبيعي پېښه رامنځ ته سوې وي، خو د طبيعي پېښو په وړاندي د مبارزې رياست د امکاناتو د نه شتون له امله سر ټکوي او وايي، چي امکانات په لاس کي نه لري. ر ښتيا هم چي دغسي ده، ځکه چي بعضي طبيعي پېښي چي رامنځ ته کېږي، نو ځمکنۍ لاري بندوي او په آساني سره او پر وخت سره اړوند ارګانونه نه سي کولاي چي رسيدګي وکړي، د هوا له لاري خو دوي چورلکي په واکي نه لري او پايله يې دا سي چي ډېر قرباني ورکوو، خو که چيري د دولت لخوا څخه د طبيعي پېښو په وړاندي د مبارزې رياستونو ته هرنګه امکانات په واک کي ورکړي، نوله ډېرو ستونزو څخه به مخنيوي سوي وي او ملت چي هر کله يو داسي طبيعي پېښه رامنځ ته سي بايد خپل تر وسه پوري د خپلو هيوادوالو سره مرسته وکړي، ځکه چي له يوې خوا خوبه يې انساني کرامت پر ځاي کړي وي او له بلي خوا څخه به د بشر دوستۍ او همکارۍ دود په ټولنه کي دوام پيدا کړي وي او په دې برخه کي شتمن هيوادوال، موسسات، خيريه بنسټونه … ډېره ونډه اخيستلاي سي، ځکه چي کله يوه طبيعي پېښه رامنځ ته سي خامخا زيانمن سوي وګړي اوليه مرستو، خوراکي توکو…اشد ضرورت لري. که چيري همدغه اشخاص وغواړي نوکولاي سي چي مرسته ورسره وکړي، چي په دې کار سره به هم د الله ج رضا او هم د بنده ګانو رضا ترلاسه کړي.

شېراحمد صابر مدني فعال کندهار

طبيعي پېښي د نورو هيوادونو په څېر په افغانستان کي هم د هيوادوالو په وړاندي ستره ستونزه ده، موږ تاسي ولېدل څو ورځي مخکي د کندهار او زابل پر لويه لاره زموږ تاسي يو شمېر هيوادوال د زياتي واوري د اورېدو له امله بند پاته سول، دوې ورځي او يوه شپه يې په ډېر سخت حالت کي تېره کړل، همدا راز د ځينو شمالي هغو ولايتونو چي پکښي واوره اوري زياتي ولسوالۍ د زياتو واورو د اورېدو له امله يې عمومي لاري د ترافيکو په وړاندي وتړل سوې او د زياتو ولسواليو اوسېدونکي اوس هم په زياتو ستونزو کي کرار لري، روغتيايي اسانتياوو ته د زياتو واورو د اورېدو د امله لاسرى نلري؛ پکار دا ده چي زموږ دولت او ملت بايد د طبيعې پېښو په وړاندي د مبارزې ګامونه ګړندي کړي. مخکي تر دې چي ژمى راسي او زموږ تاسي زيات هيوادوال د طبيعي پېښو سره مخ سي، ورته لازم امکانات برابر سي. ولسي وګړي هم کولاى سي د هغو هيوادوالو چي اوس او راتلونکي کي د طبيعې پېښو سره مخ کېږي مرسته وکړي؛ تېر کال په کندوز کي د زياتي واوري د امله زموږ زيات شمېر هيوادوالو ژوند د لاسه ورکړ، په ټول هيواد کي د ځينو مخلصو هيوادوالو له لوري هغوي ته د مرستي راټولو يو ملي کمپاين ترسره سو، باالخره د کندوز زياتو سېلاب ځپلو سره تر يو اندازې د ضرورت وړ توکو مرسته وسوه، غوښتنه مي دا ده چي په راتلونکي کي هم د طبيعې پېښو د قربانيانو سره تر خپله وسه مرسته او همکاري وسي.

محمد هوتک محصل

لومړى خو دولت مکلف دى چي د طبيعي پېښو د مخنيوي لاري چاري ولټوي، ځکه امکانات او لوازمات لري، مګر کله چي بيا هم يو طبيعي پېښه رامنځ ته سي، نو مستقيماً دي دوی د هغوى کورنۍ له له نژدې ګوري، څېړنه دي يې کوي او مستحق کسان دي په نښه کوي، په افغانستان کي طبيعي پېښي زياتي کېږى، خوصوصاً د ژمي په موسم کي خو تر زيانمنو کسانو شتمن کسان زيات لوازمات وړي، يا هغه مشران چي د يو سيمي نمايندګي کوي، کله چي له دولتي ادارې څخه مواد د يو زيانمن سوي کس په حق کي اخلي، نيم هم اصلي کس ته نه رسېږى، دولت خپله اداره لري، هلته ډېر وګړي مکلف دي کار کوي. بنآ هغوى دي هره پېښه پخپله ګوري او مستحقينو ته دي پخپل لاس د موادو او لوازماتو توزېع کوي، تر څو د بډي وهلو مخه ونيول سي او بل موږ په هيواد کي ډېر ملي سوداګر لرو، دوی کولاى سي چي خپل د تجارت کلنى زکات په اړمنو کورنيو توزېع کړي او کله چي طبيعي پېښي يو ناورين رامنځ کوي، نو په هغه وخت کي د سوداګرو کومک او همکاري ډېره مهمه ده، د انسان لپاره تر ټولو مهم احساس او بشر دوستي ده، کله چي انسان د يو بل درد درک کړي او همدردي ورسره وکړي هم د الله ج رضايت ګټي او هم د بنده، يو شاعر څه ښه وايي، (نه ښايي انسان ته چي د بل په غم غمجن نه سي، لويه بدبختي ده چي څوک نه ژاړي د چا سره، داسي خوشحالي دي خداى په يو کور پيدا نه کړي، يو کور کي چي غم وي او بل خاندي د ليلا سره) په آخره کي بيا هم ټينګار بايد پر دې وکړو چي دولت دي د طبيعي پېښو په وړاندي مخکي تر مخکي امادګي ونيسي، کومه ورځ چي پېښه رامنځ ته کېږي چي څومره ژر وي، همغسي چټکي مرستي دي ورسوي، تر څو د بشري ناورين مخه ونيول سي.

۵۷ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed