آیا موږ کورنۍ شخړي آرامولای شو؟

۱۸ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۱۳ ب.ظ -

کله چي د کورنۍ غړي یو له بل سر جنګ کوي، نو په داسي حال کي ګواښ کول لږ څه ستونزمن کار دی. په داسي حال کي موږ ښايي لږ خواشیني سو، یا د شرم احساس وکړو او یا هم درد راسي. هر څه چي وي، موږ باید په دغسي وخت کي یوازي او یوازي د شخړي د آرامولو کوښښ وکړو.

که مور او پلار شخړه کول، موږ باید څه وکړو؟

که مور او پلار شخړه کوي، ښايي موږ په ډېر سخت حالت کي واوسو. په یاد ولرئ، هغه خلک ډېري شخړي کوي چي ډېره مینه سره لري. د مور او پلار له جنګ څخه مطلب اوږدمهاله خوابدتیا نه ده او نه هم یو له بل څخه جلا کېدل مطلب دي. شخړه د لږ وخت له پاره وي، تر لږ وخت وروسته بیرته پخلا کېږي.

هغه انسانان چي یو ځای ژوند کوي، په طبیعي ډول یو له بل سره کله خوښ او کله ناخوښ وي. تاسي هم لږ څه تېر یاد در په یاد کړئ چي د کوچنۍ خور یا ورور سره مو شخړه کوله. تاسي به هرومرو د شخړي په جریان کي ډېر څه ويلي وي او وروسته بیرته پښېمانه سوي یاست. همداسي په کور کي د نورو غړو تر منځ شخړه وګڼئ.

که چېري تاسي د مور او پلار په شخړه ډېر ناآرامه کېږئ، تاسي ته په کار ده هغوی ته د خپلو احساساتو په اړه ووایاست، ځکه کله ناکله د مور او پلار له فهمه ووزي چي په شخړه ئې اولاد ناآرامه کېږي. که چېري تاسي هغوی ته خپل احساسات ووایاست، هرومرو هغوی کوښښ کوي چي نور شخړه و نه کړي.

که موږ له مور او پلار سره شخړه کوو، باید څنګه ئې آرامه کړو؟

موږ ښايي داسي فکر لا و نه سو کړای چي زموږ مور او پلار یو وخت کوچنیان وو. موږ فکر کوو چي دوی زموږ په احساساتو نه پوهېږي. بس هر کله پر هر شي جنجال ورسره کوو. موږ باید په یاد ولرو چي مور او پلار زموږ له پاره هیڅ ستونزمن کار نه خوښوي. زموږ مور او پلار زموږ روزنه کوي. کله ناکله زموږ په غوښتنه هغوی سم پوه نه سي، نو انکار وکړي. د مور او پلار دنده زموږ ساتنه او روزنه ده. تر څو موږ غټان کېږو، مور او پلار زموږ خدمت کوي. موږ ته معلومېږي چي دغه کار ډېر وخت نیسي او ډېر زغم او صبر غواړي. دا هیڅ کله هوسا او آسان کار نه دی. مور او پلار ته د خپل فکر په اړه خبري کول، هغوی دې ته هڅوي چي تاسي له نژدې واوري او ستاسي خبري عملي کړي. که چېري موږ له مور او پلار سره په چغو، بغارو او نارو خبري کوي، نو هغوی به هیڅ کله زموږ خبره وانه وري.

که له خور او ورور سره شخړه کوو، باید څنګه ئې آرامه کړو؟

آیا کوچنۍ خور یا ورور مو کله هم ستاسي بسته بې ځایه کړې او یا ئې کتاب څيرلی دی؟

په یوه کور کي عموماً د کوچنۍ خور او ورور تر منځ شخړي کېږي. دغه راز شخړو ته “د وروڼو او خویندو تر منځ سیالي” وايي. که چېري تاسي رښتیا هم خپل ورور په عذابولاست، تاسي باید خپل مور او پلار ته ووایاست. هغوی کولای سي ستاسي تر منځ شخړه آرامه کړي.

۸۴ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed