لغمان: د نيالګيو پنځه ورځنی نندارتون پرانيستل شو

۲۰ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۴۴ ب.ظ -

د لغمان والي وایي، ددې ولایت د لا سمسور تیا او له وطني تولیداتو سره د مینې له کبله یې د ولسونو پرمخ د نیالګیو او وطني محصولاتو نندارتون پرانیسته.

په يادو مراسمو کې لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ وويل، د دې ولايت د لا سمسوتيا په موخه يې د سرسبزي جشن او ځينو خوراکي توکو پنځه ورځنی ندارتون پرانيسته.

نوموړي وويل له ياد جشن څخه يې موخه دا ده، چې ولسونو دې ته وهڅيږي تر څو په خپلو سيمو کې د لغمان د لا سمسورتيا په موخه نهال نیالګي کېنوي.

هغه وويل د رسول ص امر دی، چې تاسو به ګټورې ونې له منځ نه وړئ بلکې ونې وکرئ تر څو مو سيمه سرسبزه شي.

د کرنې او مالدارۍ د رئيس محمد جميل خوشحال د معلوماتو له مخې په نني پروګرام کې دوی دوه برخې په پلان کې نيولي دي لومړۍ برخه يې د سرسبزۍ او دوهمه برخه يې د خوراکي او غيرې خوراکي توکو ندارتون ته وړاندې کول دي.

نوموړي وويل پلان لري، چې سږکال د دې ولايت په ۶۳۰ جريبه ځمکه کې باغونه جوړ کړي.

هغه زياته کړه، چې په دې باغدارۍ کې به دهقانانو ته دوه ډوله د ميوو ونې ورکړي، يو ډول يې د سخت زړو په نوم،چې ۵۰% فيصده مصرف يې د دهقان په غاړه او پاتې مصرف يې دوی ورکوي او بل ډول يې د سيتروس په نوم، چې ۲۵% فيصده مصرف يې به يې دهقان ورکوي او پاتې مصرف يې دوی ورکوي.

هغه وایي، پلان لري، چې سږکال د شل زرو څخه زيات زينتي، ځنګلي او د ګلاب بوټي په عامه ځايونو کې نهال کړي.

نوموړي وويل دوهمه برخه يې ندارتون ته ځانګړې کړې، چې پکې يو شمېر خوراکي او غيرې خوراکي توکې خلکو ته د ندارې په موخه وړاندې کړل، چې ياده ندارتون به پنځه ورځې د خلکو په مخ خلاص وي تر څو د خپل استفادې وړ توکي ترې ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه، له دې کاره يې موخه خلکو ته د داخلي توليداتو پېژندل او د دې ولايت د خلکو اقتصادي پرمختګ دی.

دغه راز په دې کرنېز نندارتون کې ښاغلي ننګ له بیلا بیلو غرفو څخه لیدنه وکړه او د نندارتون جوړنکي شرکتونه یې وهڅول ترڅو لا په دې برخه کې کار وکړي.

۳۱ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed