ژمی؛ د سولې فصل، اوړی جګړه/اجمل ستانکزی

۲۰ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۲ ب.ظ -

عباس ستانکزي په ډک مجلس کې افغان دولت ته ګوډاګی رژیم ویلي، زه حیران دې ته یم چې په دغه ډک مجلس کې د کرزی په شمول یو د سړي زوی نه وو چې ځواب یې ورکړی وای.

دا دولت خو اتلس کاله همدغو خاینانو وخوړ کوم چې اوس ورسره په مسکو کې ناست دي، په دوی کې یو دومره غیرت نه درلود چې د پاکستان دغه سپي ته ووايي چې د ګوډاګي بچیه زه پخپل هیواد کې ناست یم، خپل دولت لرم، خپل نظام لرم، نړۍ سره د یو خپلواک دولت په حیث اړیکې لرم، لکه تاسې د پاکستان له غیږې د خپلو وطنوالو په ضد جګړه نه کوم.

 لکه تاسې مو دفترونه په پاکستاني چاوڼیو کې نه دي، لکه تاسې پاکستان زمونږ په سر له نورو سره چنې نه وهي، ګوډاګیان خو تاسې یاستئ چې جګړې په موسم کې مو حتا خپلو ښځو ته نشئ ورتلای.

ملاعمر او زوی یې درته ووژل، ملا برادر یې درته لکه حیوان په ځنځیرو تړلی د کامرو مخې ته راوست، ملا ضعیف یې لوڅ لپړ خرڅ کړ، ګوډاګی نور څنګه وي؟ خو لکه تاسې غوندې وي چې پاکستان پرې هر څه کوي خو دوی اوف هم ورته نشي کولای.

د ټالیب په اړه به مې د یو امریکايي عسکر خبره هیڅکله هم هیره نشي چې ویلي یې وو چې د ټالیب وژل راته داسې دي لکه ویډیو ګیم چې کوم.

دا اوس هم پدې مطمین یم چې ټول ټالیب حتا زمونږ د ملي اردو د یوې فرقې زور نلري خو دا چې د ښځو په جامو کې د ماشومانو په مینځ پټیږي او د عامو خلکو له کورو جګړه کوي ځکه تر اوسه پاتې دی، کنه په مخامخ جګړه کې ټالیب څه چې پنجابی بادار یې هم راشي زمونږ امنیتي ځواکونو ته د ټینګې نه دي.

ټالیب نن د سولې تجارانو او د سولې لیونیانو دومره لوی کړی، کنه ټالیب هماغه ټالیب دی چې دوه میاشتې مخکې وو او د مړو له بویو به یې څوک په لار نشوای تیریدای.

دولت ته اوس هم د ټالیب ورکول سخت نه دي، خو دا چې کله هم دولت د ټالیب صادرات شروع کړي ښاري ټالیبان او د سولې لیونیان چیغې شروع کړي چې سوله غواړو.

له ښاري ټالیبانو خو ګیله نشته ځکه هغوی هغه څه کوي چې پاکستان ورته وايي خو د سولې لیونیانو تاسې یې په خلاصو غوږو واورئ، سوله ټول افغانان غواړي خو لکه تاسې له هر څه ورته نه تیریږي.

دولت مو ویلي چې سوله په عزت کې غواړو خو پنجاب ته تسلیمي نه غواړو، د نظام، اردو او دولتي بنسټونو له مینځه وړل لکه وحشي ټالیب چې یې وايي، نه غواړو.

بیا وایم چې ټالیب تاسې احمقانو پدې بیځایه خوشباوريو او بې معنا غونډو لوی کړی، په ټالیب مو دومره چکرونه ووهل چې اوس ورته ځان ډیر مهم ښکاري ځکه خو اوس په هر مجلس کې د نظام او اردو د ړنګولو خبرې کوي خو څوک ځواب نشي ورکولای.

په یاد لرئ چې هر څومره چې تاسې ټالیب لویوئ همغومره په پاکستان نړیوال فشارونه راکموئ.

پدې څلویښت کلونو کې تر اوسه یو ځل تاسې له خپل دولت سره نه یاستئ ولاړ، راځئ یو ځل مو له مرکزي دولت سره ودریږئ او د ټالیب، جنګسالار او بل خاین ملاتړ پریږدئ.

په هر بهرني هیواد کې د ټالیب د غونډو مخالفت او بایکاټ وکړئ، دولت مو پریږدئ چې د وحشي ټالیب په ضد خپل نظامي او سیاسي عملیات تیز کړي.

ټالیب چې ورکیدو ته نژدې شي نو پاکستان مجبور دی سوله وکړي ځکه پاکستان هیڅکله هم نه غواړي چې وحشي ټالیب یې په مکمل ډول له مینځه لاړ شي، خو په یاد ولرئ چې هر څومره تاسې د سولې په خبرو او د سولې په بې معنا غونډو ټالیب لویوئ همغومره ټالیب د سولې په ځای فتحې ته ترجیح ورکوي. همغومره لوی لوی خوبونه ویني. او همغومره افغانستان ته زیات تاوان رسوي.

۴۱ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed