پښتانه علماء ولې د پښتون ژغورنې ملاتړ نه کوي؟

۲۰ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۵۷ ب.ظ -

له ډیرو سره پوښتنه ده چې د پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې په اړه ملایان او مذهبې ډلې چپ دي.

پښتانه چې څومره د ملایانو عزت کوي د نړۍ په سر یې بل هیڅ کوم قوم هم نه کوي، خو ملا چې څومره د پښتون په ضد دی دغومره د نړۍ د هیڅ قوم په ضد هم نه دی.

پښتون چې ملا شي نو ملت ته شا کړي او امت ته مخه. پښتون چې ملا شي بیا پخپلو پښتنو ظلمونه نه ویني خو د فلسطیني، روهینګا، چیچن، کشمیري او نورو په دفاع کې سرکو ته راوځي.

پښتون ملا، دینپوه او مذهبي ډلو څومره مظاهرې د فلسطین، کشمیر، روهینګا او نورو مسلمانانو لپاره کړي. آیا یوه یې د افغانستان لپاره کړې؟ آیا یوه یې په پښتونخوا د بیوځله پښتنو لپاره کړې؟ دې خودکش او بیګانه پرستو برعکس تل د دښمن ملاتړ کړی.

د افغانستان په معامله کې هم د پاکستان ملاتړ کوي او د پښتونخوا په معامله کې هم د پاکستان د پوځ ملاتړ کوي. د نړۍ د هرې مذهبي ترهګرې ډلې لپاره سرکو ته راوځي یا په خطبو کې دعاوې ورته کوي خو یوه ورځ هم د پي ټي ایم لپاره را ونه وتل او نه یې ورته دعا وکړه. آیا دا بیګناه پښتانه تر پردیو ترهګرو هم بدتر دي؟

دا چې د پاکستان پوځ هره ورځ بیګناه پښتانه وژني د دوی خوله پټه ده. د مړو عکسونه یې ګوري، د کورنیو فریادونه یې اوري او د زخمیانو ویډیوګانې یې ویني خو بیا هم څه نه وايي. خو که په کوم لرې هیواد کې کوم مسلمانان ترهګر ووژل شي بیا یې خوله نه پټیږي.

په قبایلو کې پاکستان هره ورځ وحشتونه کوي خو ملایان او مذهبي ډلې بیا د دغو قبایلو ځوانان کشمیر او افغانستان ته جهادو ته لیږي. دوی یوازې دا چې د پي ټي ایم ملاتړ نه کوي بلکې مټې یې هم ورپرې کوي.

که دا خپل سل کلن تاریخ ته وګورو نو له امان الله خان نه تر غني پورې مونږ له ملایانو یوازې شر لیدلی.

سره لدې چې تر نورو قومو ډیر ملا ته قدر ورکوو خو دوی بیا هم اول په مونږ پښې ږدي.

ځینې علماء په ځانګړي ډول پښتانه هڅوي چې د حق ملاتړ وکړي او د باطل پرضد جګړه وکړي، خو اوس چې پښتانه د خپل حق لپاره راپورته شوي، علماء پرې چوپ دي او د ای ایس ای له ډاره هیڅ نه وایي.

په دې ښه پوهیږي چې د پښتنو مبارزه حقه ده، خو بیا هم هڅه کوي چې دا مبارزه په یو او بل نوم بدنامه کړي، ملاتړ خو یې بې له هغې نه کوي.

نو د غني خان خبره:

نور که څه کوې که نه خو خلاص مو له ملا نه کړه.

اجمل ستانکزی

۱۹۵ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed