په دې وروستیو کي داسي څراغونه جوړ سوي چي بېټرۍ او سولر ته له اړتیا پرته، د انسان د بدن په عادي تودوخي روښانه کېږي. که څه هم دغه څراغونه ډېر قوي نه دي، خو په ډېري آسانۍ سره روښانه کېږي، ځکه دا څراغونه داسي عیار سوي چي ستاسو د بدن تودوخه د انرژي په توګه مصرفوي.
د لومین په نامه دا څراغونه ځانګړی کوچنی جوړښت لري. په خپل جوړښت کي د ګوتي له پاره ځانګړی ځای لري. ګوته پر ایښودل کېږي او د ګوتي د تودوخي انرجي په برېښنايي انرجي اړوي. د CREED LED په نامه کوچنی څراغ په کښي ځای پر ځای سوی چي په کافي اندازه رڼا تولیدوي. د دې له پاره چي دا څراغونه د خپل کوچني جوړښت له امله په تیاره کي ورک نه سي، یوه برېښېدونکې ټوټه هم پر نصب سوې ده. دا ځلانده ټوټه تر لسو کلونو پوري د ځلېدو وړتیا لري او په آسانۍ سره په تیاره کي د څراغ د پیدا کېدا سبب کېږي.
د Kickstarter په نامه یوې کمپنۍ اوس مهال د دې څراغونو تولید ته بودجه ځانګړې کړې ده. اوسنی قیمت ئې ۳۵ ډالره دی.
بل خوا بیا د چین په شنګهای ایالت کي یوې لېزر جوړوونکي کمپنۍ داسي څراغ جوړ کړی چي یو خو ډېره رڼا تولیدوي، بل دا چي اور هم بلوي. پر دغه څراغ حتی هګۍ هم پخېږي. دا څراغ چيFlash torch mini light په نامه سره یادېږي، ۲۳۰۰ لومین لرونکی هیلوجن څراغ دی چي اور بلولای سي. په دې څراغ کي د طیارې المونیم کارول سوی او عدسیه ئې هم د ګرمۍ ضد خاصیت لري.
دا څراغ د ۱۰۰ کوچنیو څراغونو په اندازه رڼا تولیدوي. اوږدوالی ئې ۸ انچه او وزن ئې ۳۸۵ ګرامه دی، خو تر دې کوچني هم جوړ سوي دي.
Comment is not allowed