پر ودانیو د هوا د ککړتیا اغېزې

۲۱ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۱۲ ق.ظ -

هغه مواد چي عموماً پر ودانیو او د هغو پر تعميري موادو د پام وړ اغېز کوي، پر لاندي ډلو او ګروپونو وېشل سوي دي:

سلفر ډای اکسایډ، سلفېټونه، نایټروجن اکسایډونه، نايټرېټس، کلورائیډونه، کاربن ډای اکسایډ او اوزون ګازونه دي.

هوا ککړوونکي ممکن په وچه کي یو ډول او په بحر یا سیند کي بل ډول تاثیر وکړي، ځکه چي د مځکي او بحري ایکوسسټم چاپېریال ککړوونکي یو له بل سره ډېر توپیر لري. د بېلګي په ډول: د سیند په چاپېریالي سسټم کي دا مهمه ده چي د انساني ککړوونکو تاثیرات د عین بحري ککړوونکو له تاثیراتو څخه جلا کړل سي. د بېلګي په ډول: نایټرېټونه په وچه کي د درختو د ريښو د انرجۍ د جذب قابلیت کمزوری کوي او په بحري ایکوسسټم کي د اوبو پر سر د واښه ډوله موادو (الجانو) د تولید لامل کېږي.

همدا راز دا مهال هغه مواد پر زیاتېدو او د اندېښنه وړ دي چي په یو ځايي او مجموعي ډول یو تاثیري عمل سر ته رسوي، لکه د وسایطو څخه د دودانو او ډیزلو خارجېدل. دغه هوا ککړوونکو په ټولي نړۍ کي د پام وړ تغییرات راوستلي دي، لکه د تودوخي د درجې زیاتېدل او د باران د اورښت کمښت.

هغه ودانۍ چي کتابونه، تاریخي آثار او ورته نور ګران بیه توکي په کښي وي، هوا ککړوونکي د پام وړ منفي اغېز پر کوي. کېدای سي د دغو ککړوونکو تعداد کم وي، خو تاثیر ئې د زیاتي اندېښنې وړ دی. دغه مواد په کورونو کي د توکو له سوځولو، رنګونو، وارنشونو، د توکو ايښوولو ښيښه يي الماريو او همدا راز د هیټرانو له استعمال څخه رامنځ ته کېږي.

په ودانیو کي هغه مواد چي له هوا ککړوونکو سره زیات حساسیت لري، ډبري چونې، اوسپني او ورته نور فلزات دي. پر دغو موادو د ککړي هوا تاثیر د هغوی په کتلې، رنګ او کیفیت کي تغییر راولي.

پر موادو او ودانیو تاثیر ممکن لنده او هم وچه ککړه هوا وکړي او یا هم د باران اورېدو په وخت کي.

پر تعميري توکو او ودانیو د سلفر ډای اکسایډ اغېزې:

سلفر ډای اکسایډ د تېزابي باران یو ستر لامل دی. دغه ګاز پر چونې، د ماربل ودانیو او مجسمو زیات تاثیر کوي. که چېري سلفر ډای اکسایډ وچ وي او یا لوند وي، پر ودانیو او مجسمو تاثیر کوي او د هغه د توږل کېدو لامل کېږي. سلفر ډای اکسایډ که چېري له اوبو سره یو ځای سي، سلفیورس ایسډ جوړوي. که چېري درې سلفر اکسایډونه له اوبو سره یو ځای سي، نو سلفیورک اسيډ جوړوي. که چېري سلفیورک اسيډ د چونې له ډبري سره یو ځای سي، هغه تعاملاتو ته هڅوي او وروسته د چونې ډبره کولای سي، له اوبو سره تعامل وکړي او په اوبو کي حل سي. د دغه حل کېدو له امله هغه ودانۍ او توکي چي له چونې څخه جوړ سوي وي، له منځه ځي او خرابېږي.

پر ودانیزو توکو د سلفېټونو اغېز:

سلفېټونه په زیاته اندازه سره پر سیمیټو تاثیر کوي. پر کانکرېټ د سلفېټو حمله یو کېمیاوي تجزيوي عمل دی چي د هغه په جریان کي د سلفېټ ایونونه د سیمټو له اویونو سره تعامل کوي. هغه مواد چي د دغي حملې لامل کېږي په اوبو کي حل کېدونکي سلفېټ لرونکي مالګي دي، لکه: کېلشیم، مګنېشیم، سوډیم او پوټاشیم.

کله چي سلفېټونه له کانکرېټو سره یو ځای سي لاندي کارونه واقع کېږي:

۱- کله چي سلفېټونه د سیمټو له مخلوط سره یو ځای سي، د سیمټیو مخلوط په ماتېدو شروع کوي. کله چي سلفېټ وچ سي، نوي مرکبات رامنځ ته کېږي چي عموماً د ایټرینګایټ (Ettringite) په نوم یادېږي چي کرسټال ته ورته بڼه لري.

۲- دغه نوي کرسټالونه د سیمټو هغه خالي ځایونه نیسي او دغه عملیه دوام نیسي. د دغه عملیې له امله سیمټ درځونه پیدا کوي او د کانکرېټو د خرابېدو لامل کېږي.

۷۷ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of