کندهار: ملي امنيت دتروريستي شبکې څلورکسيزه ډله نيولې

۲۱ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۱۰ ب.ظ -

زبيح الله مشهوره په نقيب د ظريف شاه زوی، سميع الله مشهوره په اسدالله د عزيز الله زوی، عزيز الرحمن د فضل رحمن زوی او دوست محمد د حاجي نياز محمد زوی. نوموړو څلورو تنو وسله والو د کندهار ښار ترڅنګ په يو شمېر مرکزي ولسواليو کي د دولت پر وړاندي وسلوال تروريستي فعاليتونه ترسره کول چي قومي مشران او د دولت مامورين به يې په شهادت رسول. همدارنګه يې د ۹ او پنځمي ناحيې اړوند د پوليسو دوه تنه افسران تر خپل هدف لاندي راوستلي وه چي يو يې په شهادت ورسوی او بل ته له رسېدو مخکي د کندهار د عام ولس په ځانګړې همکارۍ د ملي امنيت رياست د بيداره منسوبينو له خوا کشف او د ځانګړو عملياتو په پايله کي د دوه ميلو توفنګچو سره يو ځاي ونيول سوه، چي نيول سوو وسلوالو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.

۲۵۲ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of