راشه دا دې خوښه نه ده؟

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۲۹ ق.ظ -

زړونه ډک دي ژوند کې هيڅ خوند پاتې نه دی مړه! راشه چې له ژوند سره یو بله لوبه وکړو موازي ورسره لاړ شو څنګ په څنګ ورسره درومو مثلاً؛ ته بایسکل راته رازده کړه زه به لویږم پورته کیږم په پیډل او په هینډل به نه پوهیږم دا به ښکلې بهانه شي چې تر شا راپسې کینې دواړه لاس رانه چاپېر کړې چې د یو بل خوشبویۍ کې دواړه ورک شو او ارواوې مو یوځای شي

که دې دا نظر خوښ نه شو نو یو بل چل مې هم زده دی مثلاً ؛ زه په سطرنج هیڅ نه پوهیږم راشه ته مې پرې چیلنج کړه راشه ته په کې مات راکړه خو پوهیږې؟ زه دې منډه کې ننګوومه زه په ځغاسته کې تکړه یم او که خبره د کوشتۍ شوه نو د لنګت هنر مې زده دی

اې ! راشه دادې خوښه نه ده؟ چې دا سخته وظیفه دې یو ورځ پریږدې له دفتر په بهانه راسره ووځه د سړک پر غاړه، غاړه به روان شو له یو ځای نه به چیپس واخلو په خندا او په روانه به یې غاړه غړۍ وخورو.

ښه که وايي، امنیت دومره ښه نه دی نو یو بل چیلنج مې هم زده راځه غلي چیرته کینو.. د کرکټ لوبه به ګورو زما ټیم به د سپین غر وي او ستا ټیم مس عینک شو که موږ وګټله ګوره! یوه مچو درڅخه اخلم او که تاسو بری راوړ نو دې لس بوسې قرضداره….

#مهر تاجی

۸۷ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of