د امريکا د پوځ وزير: له افغانستانه د پوځيانو د کمولو امر مې نه دی ترلاسه کړی

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۵۲ ق.ظ -

د امريکا د پوځ سرپرست وزير چې نن سهار يې افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ، ويلي دي، تر اوسه يې داسې کوم امر نه دی ترلاسه کړی چې له افغانستان دې خپل پوځيان وباسي.

پيټريک شاناهن د سولې په اړه هم خبرې کړي دي او پر بين الافغاني خبرو يې ټينګار کړی دی.

ټاکل شوې د دفاع وزير به د افغان چارواکو ترڅنګ د امريکايي ځواکونو له مشرانو سره هم وګوري.

پيټرک شاناهن چې په دې وروستيو کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دفاع سرپرست وزير ټاکل شوى، بايد د دغه هېواد له سنا څخه د باور رايه ترلاسه کړي.

۱۵۱ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of