انګلستان: پر سړکونو تلوونکي برقي موټران به خپله چارجېږي

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۱۵ ب.ظ -
ژباړه: عزت الله ذکي – په انګلستان کې پر سړکونو د تلوونکو برقي موټرانو د چارجېدو لپاره د ۵۳ ميلیون ډالري پروژې وړاندیز وشو. د «Daily-Mail» ورځپاڼې د راپور په اساس، ددې پروژې د عملي کېدو وروسته به د انګلستان پر سړکونو داسې «پېډونه» نصب شي، ترڅو برقي موټرونه پر دغو «پېډونو» د تېرېدو پرمهال په وایرلس ډول چارج شي. دغه «پېډونه» به تر موټرانو لاندې انرژي انتقالوي او د موټرانو بېټرۍ به ورچارجوي. په تېلو چلېدونکي موټران نه یوازې پاک چاپېریال ککړوي، بلکې د انسانانو صحت ته هم ډېر تاوانونه رسوي. دا په داسې حال کې ده، چې په اوسنۍ عصري نړۍ کې پرمختللي هیوادونه په دې هڅه کې دي، چې د برقي موټرانو د جوړولو ملاتړ وکړي، ترڅو د تېلو له زيانونو څخه ځان او ټولنې خوندي وساتي.
۱۲۸ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of