د ملخانو خوړلو وړانديز

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۲۵ ب.ظ -

د ځينو ناروغيو او په بدن کې د ځينو ويټامينونو د ډېرېدو لپاره ويل شوي دي چې ځينې حشرات ګټمن دي.

کلونه وړاندې ملګرو ملتونو ويلي وو، د دې لپاره چې پروتين ترلاسه کړئ، ملخان وخورئ، خو د ملخان خوړل لا د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې عادي خبره وه.

ويل شوي دي چې ملخان په کافي اندازه پروتين لري، خو نيول او ښکار کول يې هر څوک نه شي کولی.

د بي بي سي يوه خبریاله پیشنټ اتوهایر د ملخانو د ښکار له پاره د یوګانډا له پلازمینې کمپالا نه سویل خوا ته د مساکا په نامه سیمې ته چې له پخوا نه د ملخانو سیمه ګڼل کېږي تللې وه.

په دغه سیمه کې د تېلو بیلرونه تر سترګو کېږي چې په کتارونو کې ایښودل شوي او په فلیزي څارونو د کوټو په بڼه پوښل شوي دي. البته د هغه کوټي دي چې د ملخانو ښکار په کې کېږي.

پیشنټ لیکي:

“موږ د ښار په څنډه کې د ملخانو د ښکار په یو ځای کې تر ماښامه کیناستو. څو کسانو د ښکار ځایونو له ستنو نه پیچلې مزي تېرول او بیا یې په کې څراغونه ځوړند کړل، خو د دغو څراغونو رڼا دومره ډېره وه چې تاسو ورته مخامخ نه شوای کتلی.

د يو شمېر هېوادونو خلک ملخان او نور حشرات په خوند خوند خوري او تر ډېره په ګران بيه هم پلورل کېږي.

خو مسلمانان بيا دا ډول خوړو ته زړه نه ښه کوي، ان چې کرکه ترې کوي.

۱۲۰ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of