ترکیې په کندوز کې بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وکړه

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۰۸ ب.ظ -

دترکیې  د همکارۍ او همغږۍ  اژانس  تیکا  په افغانستان کې د زرو کورنیو سره  مرسته وکړه.

د تیکا  اژانس  د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت کې د زرو اړینو کورنیو سره  د خوراکي توکو  مرسته وکړه.

په افغانستان کې د تیکا مرکز ویلي دي چې  دا مرستې  په کندوز ولایت کې  د جګړو له امله د بې ځایه شوو خلکو سره  کړي دي.

د تیکا دفتر ویلي دي چې  د کندوز ولایت د بې ځایه شوو زرو اړینو کورنیو سره يي  د وریجو، وړو، غړیو، لوبیا، شین چای، بورې  او بانجان رومي  د رب  مرسته کړې ده .

نوموړو  کسانو  ددې مرستو له امله  د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ د ادارې د ترکیې د حکومت او ملت نه  مننه وکړه.

۶۲ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of