دکرنې وزیر: د قاچاقي چرګانو د مافیا پر وړاندې په د سر په بیه ولاړیم

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۰۶ ب.ظ -

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وایي، چې هغه د هغو مافیایي کړیو او شبکو پروړاندې، چې هېواد ته په قاچاقې ډول د چرګانو محصولات واردوي په هیڅ بیه شاتګ نه کوي. نصیر احمد درانی؛ چې د چرګانو روزنې د پراختیا په لومړنۍ ملي کنفرانس کې خبرې کول وویل؛ مافیایي کړۍ نه شي کولی چې کنټرول په خپلو لاسونو کې ونیسي.

په دې کنفرانس کې، چې د چرګانو د محصولاتو د تولیدوونکو شرکتونو سلګونه تنه مسوولین هم شتون درلود. درانی زیاته کړه: «ستاسو او د رسنیو پروړاندې ژمنه کوم، چې په هیڅ بیه به شاتګ نه کوم؛ که چېرې زما د ژوند په بیه هم تمام شي.» د روان کال د مرغومې په لومړۍ نېټه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا افغانستان ته د زړو چرګانو او کنګل شوي غوښو واردات منع شول. د کرنې وزارت له خوا ددې کار موخه د ناروغیو د خپراوي مخنیوي او همداراز په هېواد کې د ننه د چرګانو روزنې د صنعت پراختیا په موخه وه. د چرګانو یوشمېر روزونکي او فارم لرونکي وایي، تر هغه وروسته چې هېواد ته د زړو چرګانو واردات منع شول، په هېواد کې د مرغدارۍ صنعت د رکود له حالت څخه ووت او اوسمهال د ودې او پراختیا په حال کې ده. دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر همداراز وویل؛ که چېرې سکټور، فارم لرونکي او د چرګانو روزنې په برخه کې فعال شرکتونه کرنې وزارت ته ژمنه او ډاډ ورکړي، چې په څوکلونو کې د چرګانو د محصولاتو د وارداتو په برخه کې سوداګریز بیلانس ته تغییر ورکولای شي، هغه چمتو ده چې له هېواده بهر د چرګانو اړوند ټول محصولات په بشپړه توګه بند کړي.

په ورته وخت کې دکرنې وزیر د خصوصي سکټور له خوا په هېواد کې د ننه د نطفه یي هګیو او د چرګانو د دانو پر تولید هم ټینګار وکړ او ویې ویل که په دغو برخو کې لازم اقدامات ونه شي افغانستان د چرګانو دمحصولاتو د تولید په برخه کې په بشپړه توګه پر ځان نه بسیا کیږي. درانی وایي، چې دمګړۍ د چرګانو دروزنې د «خوځښت کلي» د نورو په لاسونو کې ده. هغه هیله وښود چې خصوصي سکټور د روان مالي کال په ترڅ کې د نطفه یي هګیو او د چرګانو د دانې د تولید په برخه کې پاملرنه وکړي. په دې کنفرانس کې دکانونو او صنایعو خونې د پلاوي مشر رحیم‌الله سمندر هم په افغانستان کې دمرغدارۍ سکټور د کارموندنې په برخه کې یو له مهمو سکټورونو څخه وبلل او زیاته یې کړه، چې په دې سکټور کې کابو ۴۰۰ کسان په مستقیم او غېرمستقیمه توګه کار کوي.

د افغانستان د چرګانور روزونکو د ملي اتحادیي مشر معروف ظفر وایي، چې هېواد ته د زړو چرګانو د وارداتو تر بندېدو وروسته د چرګانو دروزنې ۴۶ نور فارمونه چې په یوه دوره کې د ۱۹۶ چرګانو د تولید وړتیا لري په فعالیت پیل کړي دي. د چرګانو روزنې د ملي اتحادیي د دارالانشا رییس عبدالخلیل رحماني وايي، چې افغانستان په کال کې ۲۹۵ زره ټنه د چرګانو غوښو ته اړتیا لري، چې په کلنۍ ډول هر کال ۲۱۹ زره ټنه یې په هېواد کې د ننه تولیديږي. همداراز افغانستان په کال کې ۱۷۰ میلیونه یوه ورځنیو چرګوړو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې څخه ۲۱ میلیونه یې په هېواد کې د ننه تولیدیږي. ددې ترڅنګ افغانستان په کال کې د چرګانو ۵۶۴ زره ټنه دانې ته اړتیا لري، چې ۲۹۰ زره ټنه یې په هېواد کې دننه تولیديږي. د چرګانو روزنې د ملي اتحادیي د مالوماتو له مخې په ټول هېواد کې دغوښینو چرګانو اته زره او ۶۵۹ فارمونه شتون لري، چې له دې ډلې څخه شپږ زره او ۲۴۰ فارمونه یې فعال او په کال کې د چرګانو ۲۱۹ زره ټنه غوښه تولیدوي.

۱۴۴ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of