د ارواښاد مجددي یوه خاطره!- محمود کوچی

۲۳ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۳۶ ق.ظ -

په کابل کې جهادی او تنظیمي نظام، یا په بله وینا په راولپنډۍ کې جوړ شوي حکومت نوی په کار پیل کړی و. زه هغه مهال د باختر اطلاعاتي اژانس په اداره کې خبریال وم، له نوموړي سره مو اسلام اباد ته رسمي سفر لاره، له اسلام اباده پیښور ته راستانه شو او یوه شپه مو په ډینز هوټل کې تیره کړه په سبا مو د کابل پر لورې الوتنه لرله، کله چې خورد کابل یا د چکړیو سیمې ته راورسیدو، نو زموږ الوتکه د یوې نا څرګندې ډلې له خوا وویشتل شوه، موږ د خبریالانو ډله د الوتکې په شاتنۍ برخه کې وو او له یو بل سره مو ټوکې ټکالې کولې، خو حضرت صیب سره د کابینې د یو شمیر غړو او جهادي سټو په مخکنیو څوکیو کې ناست وو. پیلوټ حضرت صیب ته خبر ورکړ چې الوتکه یې وویشته تاسو دعاوې کوئ چې په خیر سره د کابل په هوايي ډګر راښکته شو، د دغې خبرې له اوریدو سره جوخت حضرت صیب زمو لورې ته راغلو او په لوړ اواز یې وویل د شهادت کلیمې مو تیرې کړئ، نوره مو په بدن کې وینه وچه شوه او د الوتکې له یوه وزره مو کتل چې تورې لوخړې پورته شوې دي، وار پار مو خطا شو، هغه مهال مې دوه کلنه لور سترګو، سترګو ته کیده، د خپلې جنازې په اړه مې فکر کاوه چې نه به مې د بدن غوښه مالومه وي او نه هډوکي، کورنۍ به مې څه فکر کوي چې هغوی ته زما په نامه وړل شوی جسد، غوښې او اندامونه به د چا وي؟ داسې په زرګونه اندیښنې او سوچونه مې ووهل خو د شهادت کلمه مې په وار، وار تکراروله. نه پوهیږم چې په هغه ورځ به د چا دعاوو موږ له حتمي مرګه ژغورلي وو، او که د ارواښاد مجددي صیب استخارو به کار ورکړی وي که څنګه؟ خو په هغه ورځ مې حتمي مرګ په سترګو ولید او له هماغې ورځې وروسته مې په باختر اژانس کې د خبریالۍ سره مخه ښه وکړه او بیا پيښور ته کډه شوم.

۱۸۲ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of