يو نړيوال قاچاقبر په محکمه کې تورن اعلان شو

۲۴ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۴۱ ق.ظ -

نړيوال قاچاقبر هواکين ګوزمان چې په ال چاپو هم مشهور دی، د يوې محکمې پر مهال تورن اعلان شو.

دا قاچاقبر د مکسيکو دی د نشه يي نړۍ پلار هم ورته ويل کېږي.

په ده د کوکاین، پوډرو، بې قانونه وسلې لرلو او پیسو سپینولو تورونه پورې دي.

د بي بي سي د رپوټ له مخې، هواکین ګوزمان چې توره کورتۍ او درېشي یې اغوستې او نیکتايي یې تړلې وه د محکمې حکم احساساتي نه کړ.

له محکمې وتلو کې یې وکیلانو ته لاس ور کړ.

۲۹ کلنه مېرمن یې اماکورونل چې د ښکلا پخوانۍ ملکه هم ده په محکمه کې حاضره وه.

ال چاپو د ډېرو کلونو لپاره د مکسیکو د سنالوا جنایتکارې ډلې مشر و، چې د دغه هېواد د قاچاقي ډلو ترمنځ جګړو کې د زرګونو کسانو د وژنې مسووله ده.

۹۳ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of