ټاټوبی اوونيزه يوولس کلنه شوه، په اړه يې د لوستونکو غبرګونونه

۲۷ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۰۷ ب.ظ -

ټاټوبی اونيزه يوولس کلنه شوه، په اړه يې لوستونکي بېلابېل غبرګونونه لري. هلمند کې زموږ همکار بصيرالحق عادل يو شمېر هغه کسان غږولي دي چې ټاټوبی اونيزه لولي.

راپور. . .

نن د ټاټوبي اونيزې لس کلونه پوره شول او يوولس کال يې د خپلې بلې رنګينې ګڼې په چاپېدو راپيل کړ. په افغانستان کې چاپي رسنۍ دومره عمر نه لري، خو هغه اخبار، مجله، اونيزه او جريده چې د لوستونکو د ذوق او د ټولنې د اړتيا سره سم مطالب خپاره کړي، د ټولنې لخوا يې ملتيا دوام لري.

هلمند کې يو شمېر هغه لوستوال چې ټاټوبی اونيزه لولي، ټاټوبي نيوز سره د مرکې پر مهال وويل، دوی خوشاله دي چې ياده اونيزه دومره اوږد عمر لري.

د عصمت الله مبارز په نوم يو ځايي اوسيدونکی وايي، ټاټوبي اونيزې چاپ ته يې تلوسه وي، ځکه د ده په خبره ياده اونيزه کې هر ډول مطالب چاپيږي.

هغه ټاټوبي نيوز ته وويل:

«يوازينۍ اونيزه ده چې زما د ذوق مطالب پکې خپريږي، هم ادب پکې وي، هم سياست او هم روغتيا»

مبارز وويل، د ټاټوبي اونيزې د برياليتوب لامل دا دی چې د ټولنې د اړتيا سره سم مطالب چمتو کوي او خپروي يې.

نوموړي وويل، دوی هېله من دي چې ياده اونيزه کلونه کلونه نور هم ژوند وکړي.

د ټاټوبي يو بل مينه وال محمد ظريف هوډمن وايي، د يو ځوان په توګه يې له ټاټوبي اونيزې ډېره زده کړه کړې ده.

هغه وايي، ټاټوبی يوازينۍ چاپي خپرونه ده چې ملي ګټو ته په ژمنتيا مطالب خپروي.

ظريف هوډمن ټاټوبي نيوز ته وويل:

«هر کله چې د ملي ګټو خبره راشي، نو ټاټوبی اونيزه داسې سياسي مطلب يا سرمقاله خپره کړي، چې د هېواد د خپلواکۍ او له خاورې څخه د دفاع او ژمنتيا خبرې پکې وي.»

نوموړی وايي، هرې رسنۍ ته پکار دي چې د خپلې خاورې او هېواد لپاره کار وکړي.

نوموړي وويل، ټاټوبي اونيزه کې د دوی د خوښې ټولنيز، سياسي او يو شمېر نور موضوعات ټاکل کېږي او هره اونۍ پرې د اړونده برخې ماهرين غږول کېږي.

د هوډمن په خبره د موضوع ټاکلو برخه د دوی ډېرې ناسپړل شوې پوښتنې ځوابوي.

نذير احمد رښتينی هغه ليکوال او استاد دی چې تل د ټاټوبي اونيزې سياسي تحليلونه مالوماتي برخې لولي.

هغه وايي، ټاټوبي ځکه ډېر ژوند وکړ چې د لوستونکو ذوق خړوبوي.

رښتيني ټاټوبي نيوز ته وويل:

«يوازې دا نه چې زه د ټاټوبي اونيزې مينه وال يم، بلکې په ښار کې مې له ډېرو خلکو اورېدلي دي چې دا اونيزه ښکلي مطالب خپروي، هم علمي وي، هم طبي، هم مالوماتي.»

نذير رښتيني وويل، د چاپي رسنۍ لپاره تر ټولو غوره دا ده چې خپل لوستونکي له ځان سره وساتي، د ده په خبره دا کار ټاټوبي اونيزې ادارې کړی دی.

هغه وويل، د ملي ګټو لپاره کار کول د رسنۍ بل مهم اړخ دی چې  د ده په ګمان دا رسالت ټاټوبي اونيزې ترسره کړی دی.

هغه وويل:

«ټاټوبی اونيزه څو محدودو ولايتونو ته ځي، که د چاپ کيفيت يې لږ کمزوری شي او په دې سره نورې ډېرې ګڼې چاپ شي او نورو ولايتونو ته واستول شي نو ښه به شي، دغه راز دې په برېښناليک هم واستول شي»

پوره لس کاله وړاندې د افغانستان له سويلي ولايت کندهار څخه ټاټوبی اونيزه په ښکلي صحافت د ليکوال او خبريال عبدالحليم حلميار په مديريت چاپ او راپيل شوه.

د لسو کلونو په تېرېدو سره ټاټوبي اونيزې د خپلې وېبپاڼې ترڅنګ پر بېلابېلو اسلامي، ټولنيزو، مالوماتي، سياسي، ادبي، کلتوري، فرهنګي، روغتيايي او سپورتي مطالبو خبرونه، راپورونه، ليکنې، ژباړې او مالومات خپروي.

په دې وروستيو کې د ټاټوبي بازار په نوم يو وړيا وېبپاڼه هم جوړه شوې ده چې خلک پکې په انلاين ډول خپل پېر او پلور کوي.

۱۳۶ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of