افغانستان اتم هېواد دی چې د لوږې او فقر ښکار دی

۲۲ میزان , ۱۳۹۵ ,ساعت ۹:۴۹ ق.ظ -

يوې نړيوالې ادارې د لوږې د ښکار هېوادونو يو نوملړ خپور کړی دی چې افغانستان پکې اتم ځای لري.

دا اداره چې د خوړو پاليسي نړيوال انسټيټوټ ميږي ويلي دي افغانستان په نړۍ کې اتم هېواد دی چې وګړي يې له لوږې او فقر سره مخ دي.

د بي بي سي پښتو ويب پاڼې د يو راپور پر اساس د افغانستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل دی، چې د لوږې له خواشینونکي حالت سره مخامخ دي

په لست کې د نړۍ ۱۱۸ هېوادونو نومونه راغلي، چې د لوږې جدي حالت پر بنسټ لست کې ځایونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د ګاونډي پاکستان په ګډون د افغانستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل دی، چې د لوږې له خواشینونکي حالت سره مخامخ دي.

په رپوټ کې راغلي، چې د افغانستان د ټول نفوس ۲۶ اعشاریه اته سلنه وګړي د خوړو له لږوالي سره مخامخ دي.

دغه راز په رپوټ کې ویل شوي، چې د هغو افغان ماشونو شمېر چې له پنځه کلنۍ مخکې مړه کېږي، نهه اعشاریه پنځه سلنه دی.

5

هند ته په دغه لست کې دوه ویشتم ځای ورکړل شوی

پاکستان په دغه لست کې له ۳۳ اعشاریه څلورو نمرو سره یوولسم ځای لري او هند ته دوه ویشتم ځای ورکړل شوی دی.

د هند، نایجریا او اندونیزیا په ګډون ۴۳ هېوادونه داسې بلل شوي، چې د لوږې حالت په کې خواشینونکی دی.

د ۲۰۱۶ کال د جدول له مخې د سحارا، مرکزي افریقا، چاډ، مډګاسکر، سیرالیون او زیمبیا په ګډون اوو هېوادونو کې د لوږې حالت خطرناکې کچې ته رسېدلی دی.

جدول ښيي، چې نړۍ کې د ۲۰۰۰ زېږدیز میلادي کال پرتله سږکال د لوږې کچه ۲۹ سلنه ټیټه شوې ده او اوسمهال په هېڅ یوه پرمختلونکي هېواد کې د لوږې کچه خطرناکه نه ده.

د ۱۰ هېوادونو په اړه ویل شوي، چې د ادارې مسوولین نه دي توانېدلي شمېرې یې تر لاسه کړي، خو وايي په دغو هېوادونو کې د لوږې حالت ډېر خطرناک دی.

6

د ځینو افریقايي هېوادونو حالت خورا خطرناک بلل شوی

دغو هېوادونو کې د سوریې، سومالیا او سوډان نومونه یاد شوي دي.

له ۱۱۸ هېوادونو نه نیم یې داسې بلل شوي دي، چې د لوږې حالت په کې خواشینوونکی یا اندېښمنوونکی بلل دی.

د ادارې چارواکي وايي، په ۲۰۳۰ کال کې له نړۍ نه د لوږې له منځه وړلو هدف په داسې صورت کې تر لاسه کېدای شي، چې له سیاسي لارې دغه هدف ته د رسېدو هڅې وشي او جنګ جګړې پای ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي، بېکاري، فقر او غربت هغه څه دي چې خلک يې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه راز د وروستيو نا امنيو له امله چې د هېواد په لر او بر کې يو شمېر ولايتونو کې جګړه روانه ده خلک بې کوره او د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

۵ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed