نارنج د وینې غوړ له منځه وړي

۲۱ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۴۳ ق.ظ -

ژباړه: حمیدالله حمیدي

نارنج هغه مېوه ده چې د بدن په سلامتیا کې مهم رول لري. سربېره پردې د یو شمېر ناروغیو په له منځه وړولو کې هم ګټور تماميږي.

نارنج د وینې غوړ له منځه وړي

نارنج د وینې غوړ له منځه وړي

نارنج په زیاته اندازه ویټامین سي لري چې د خوړو خوند ښه کوي. د نارنج پوستکی د ډېرو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.

د نارنج صحي ګټې:

۱ـ د سرطان په مخنیوی کې مرسته کوي.

۲ـ د پښتورګو د ناروغيو مخینوی کوي.

۳ـ د وینې غوړ یا کلېسټرول کموي.

۴ـ د زړه په سلامتیا کې مهم رول لري.

۵ـ قبضیت له منځه وړي.

۶ـ د فکر په سلامتیا کې مرسته کوي.

۷ـ د وینې فشار کنټرولوي

نارنج لرغونې مېوه ده، په انګلیسي کې يې اورنج بولي، چې د سانسکرېټ له نارنګ څخه اخيستل شوېکلمه ده.له ميلاد نه ۵۰۰ کاله مخکې هم له نارنجو ګټه اخيستل شوې ده، خو لومړني ډولونه يې ترخه وو، تر اصلاح وروسته، تريو، تریوبخن او خوږه لوړي پيوندونو ورپورې شوي دي.

د پیدایښت لومړنیځای يې سوېل ختيځه اسيا ګڼل کېږي، ونې يې تل زرغونې وي او تر لسو مترو پورې جګېږي، په افغانستان کې هم نارنج کېږي.

۲ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed