د منځنۍ آسيا هيوادونو مرستي د افغان جګړې د تداوم لپاره دي

ليكوال: بلال احمد ۱۴ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۴۴ ب.ظ -

د منځنۍ آسيا هيوادونه دي په افغانستان کي د خپلو سياسي مخالفينو سره زور ازموينه نه کوي. د روسيې په شمول ځيني نور هيوادونه هم د افغان جګړې د تداوم پر اړخ کار کوي. د ملا منصور تر ټاکل کېدو وروسته طالبان بدل شول. پاکستاني سياسيون پوه شول، چي د طالبانو په پروژه کي د منځنۍ آسيا هيوادونه هم شريک شول. د ايران د سپاه پاسدارانو په شمول د نړۍ شيطاني او طاغوتي، استخباراتي، مخفي سړيو او کړيو د طالبانو سره د افغان دولت پرضد خپلي حمايوي او تسليحاتي مرستي پيل کړي. دا مرستي د افغان جګړې د شدت او تداوم لپاره دي. د منځنۍ آسيا ځيني هيوادونه لکه: روسيه او ايران اوس د افغان جګړې د يو طرف په څېر چلند کوي او په دې قضيه کي په زغرده اعلان کوي، چي خپلي سياسي موخي او ګټي په افغان جګړه کي ويني. روسان غواړي خپل پرونی غچ واخلي او هغه زوړ ساديزم نن سوړ کړي.

نن هم د منځنۍ آسيا د ځينو هيوادونو لپاره افغانستان تياره مړۍ برېښي

نن هم د منځنۍ آسيا د ځينو هيوادونو لپاره افغانستان تياره مړۍ برېښي

ايران د پان شيعه ييزم مذهبي تاوتريخوالي ترڅنګ غواړي په منطقه کي د يو زبر ځواک په څېر راج وچلوي، چين هم هذالقياس. د طالبانو سره دا مرستي افغان ملت او افغان دولت ته د منلو وړ نه دي، ځکه د جګړې ابزار خو دا درې لسيزي موږ يو. نه د روسانو زامن په مخامخ جګړه کي وژل کيږي، نه د ايران، پاکستان او چين ملت غرقيږي او کړيږي. ټولي ستونزي د افغان ولس دي او افغان ولس څلور لسيزي فغان تېر کړ، چي ټولي نړۍ د سر په سترګو وليدل، حتی د غربي نړۍ هيوادونو هم د افغان آمت مسلمه دا رنګه قتل و قتال وغندی، نن او پرون د پرديو د نيابتي جګړې ماشين زموږ د خاوري پر سينه چليږي، نن هم د منځنۍ آسيا د ځينو هيوادونو لپاره افغانستان تياره مړۍ برېښي، ځکه دا هيوادونه د افغانانو د وينو زبېښاک طفيلي کړی دی. پاکستان، ايران، چين او روسيه هغه هيوادونه دي، چي د طالبيزم، وحشت او دهشت اور يې په ټوله سيمه کي بل کړی. دوی غواړي، افغانستان د نړۍ د آبر قدرت هيوادونو د جګړې محراق وګرځوي او باالفعل د خپلي دې موخي لپاره د وسله والو طالبانو سره تسليحاتي مرستي کوي. افغانان د جګړې مخالف دي او سوله غواړي، خو جګړه پرې تحميل شي، پرې وتپل شي. افغانان د وحشت او دهشت خلک نه دي، افغان ضمير په ناحقه د چا وژل نه مني، خو دا هرڅه د تيرو څلورو لسيزو راهيسي پر موږ راوتپل شي. د جګړې د اختتام سر لا اوس هم په درياب کي دی. د خونړۍ جګړې د تابيا لپاره طرحي او مېکانيزمونه جوړيږي او په ډېر قوت او شدت سره يې د عملي کولو هڅي رواني دي. زموږ ځينو سياسي رهبرانو هم په دې اواخرو کي د بل ډول ته ګډا او نڅا پيل کړې. سياسي شنونکي او روڼ اندي وايي، چي د منځنۍ آسيا مخفي هلي ځلي او زموږ د ځينو سياسي کړيو سره د پردې تر شا ناستي د افغانستان راتلونکی ګواښي. روسانو او ايرانيانو خو دا پروژه طرحه کړې او ډيزاين کړې ده او د عملي کولو توجيه يې پآکستان په غاړه اخيستې ده، خو دا هيوادونه بايد پوه شي، چي پرون د وارسا تر مستقيم هدايت لاندي سوپرطاقت ۱۸ جمهوريتونه د افغان جګړې او تجزيې لپاره نتيجه ورنه کړه. نو نن بيا روسانو څنګه داسي خوب وليد، چي بريا به يوازي روسيه ګټي. دا هيلي به يو ځلي بيا ګور ته يوسي. موږ د تجزيې خلک نه يو، تل ددا ډول داخلي او بهرنيو کړيو په وړاندي منسجم او يو موټي يو او ددې خاوري مشروع دفاع خپل حق بولو او هيچا ته به هم د مداخلې اجازه ورنه کړو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .