د منځنۍ اسيا هيوادونه په افغان جګړه کي خپلي ګټي ويني!

ليكوال: نويد احمد مبارز ۱۴ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۱۷ ب.ظ -

په دې وروستيو کي د منځنۍ اسيا د ځينو مغرضو هيوادونو مداخله د اندېښنې وړ ده. د چين په شمول روسيه، ايران او پاکستان هغه هيوادونه دي، چي د افغان جګړې د تداوم لپاره کار کوي. د منځنۍ اسيا د هيوادونو فکري منشور خپل ثبات د اسيا د محراق په ناامنۍ کي ويني، دا تيوري نن هم پر پروني محور چورلي، د افغانستان جګړه د منځنۍ اسيا د سياسي دايرې مرکز ګڼل کېږي. د جيوپولټيک موقعيت او واقعيت له مخي، د منځنۍ اسيا هيوادونه په افغان جګړه کي خپلي ګټي ويني. روسيه يو ځلي بيا د پرونۍ دستګاه او استخباراتي معما اختتام د نوي هدف پيلامه ګرځوي. سياسي شنونکي دا حرکت د روسانو داسي سياسي اشتباه ګڼي لکه مخ کي چي يې دوى مرتکب شول. د چين مشخص تشخيص او دريځ ناپايداره برېښي، خو په دې آواخرو کي چين هم په افغان سياست کي پر يک طرفه جاده روان دى.

روسان خو د افغانانو ازلي دښمنان وو

روسان خو د افغانانو ازلي دښمنان وو

چين په معاصر تاريخ کي د سياسي تصادم د مخنيوي په موخه هر ډول قرباني منلې ده، خو د رابيعه قادر سياسي ليدلوري چين هم بيروکراسۍ ته مجبور کړ، يا په بل عبارت، د بيجينګ په مقابل کي د شنجانګ د ويګرو د عدالت غوښتني خواست او ځينو نورو داخلي مشکلاتو په اساس چين په منطقه کي نور سيمه ييز او نړيوال فکري او عملي سياست د ځان مشروع او مسلم حق ګڼي. په افغان جګړه کي د هند مداخله په پيل کي آوازه ښکارېدل، خو دا آوازه په ښکاره او علني مداخله مبدله شول، اوس داسي برېښي، چي چين د بيجينګ د چينايانو غچ هم د شنجانګ د مسلمانانو پر ځاى د افغانستان د مسلمانانو څخه اخلي. چين د روسيې او ايران سره په توافق اوس د افغان جګړې شدت او روان وحشت ته لمن وهي. روسان خو د افغانانو ازلي دښمنان وو او د روسانو ساديزم خو په افغانانو نه دی سوړ شوى او نه به سوړ شي، هغوى غواړي، همېشه افغان غازيان او شهيدان او دوى مرتد او کافران حيات برزخ ته ورشي. چين ولي د روسيې سره مساوې او موازې زموږ د وژلو او کړولو ايډيالوژي په پټو سترګو د روسانو سره تائيد کړل. پوښتنه دا ده، چي ايا هغه هيوادونه مو هم د وژلو او ژړولو جرئت، توان او قدرت لري، چي په نړۍ کي يې نه د بل سر مات کړى او نه يې خپل سر په بل مات کړى دی؟ دا ډول پوښتني تصادفي او تعرضي نه دي، بلکي کاملا د حالاتو څخه سرچينه اخلي. روسان او ايران خو له افغانانو سره ډېري سياسي لانجې او لاينحل مشکلات لري، افغانانو د روسانو د وقار څلى ونړاوه، د روسانو امپراطوري يې تر اوکراين پوري ورسول، د وارسا طرز تفکر او جوړښت يې ورتجزيه کړ، د روسانو ياغي لښکر يې دړي-وړي او پر ملا يې مات کړ، وروستى جنرال يې په نيم ژوانده حالت کي د مرګ د سلګيو  په بدرګه کولو سره له دې پاکي خاوري ووت، د کرملين خوبونه د واقعيت پر ځاى په دوزخ مبدل شول او دې خوارو افغانانو د وخت تر ټولو ستر او ياغي قوت او طاقت ته داسي ماتي ورکړه، چي په نړۍ کي يې د وقار، حيثيت او شرافت، قوت او حماقت څلى وردړي-وړي کړ.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .