د طالبانو مشران د مخدره توکو په قاچاق کي ښکېل دي

ليكوال: نذير عارف ۱۴ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۰۰ ب.ظ -

څو ورځي مخکي د ايران د مخدره موادو سره د مبارزې پوليسو د سيستان او بلوچستان د لاري په اوږدو کي (1.5) ټنه غيرقانوني مخدره مواد نيولي دي. د ايران د مخدره موادو سره د مبارزې پوليسو مشر جنرال محمد قنبري ويلي، د دوى استخباراتي هڅي رواني دي، تر څو تشخيص کړي، چي په دومره زياته پېمانه غيرقانوني مخدره مواد د چا وه او چيرته لېږدول کېدل. د لومړنيو معلوماتو په اساس ويل شوي، دا مخدره مواد د ايران مرکزي سيمو ته د قاچاق لپاره روان وه، چي د ايران د مخدره موادو سره د مبارزې د منسؤبينو لخوا ونيول شول.

دا قاچاقي مخدره مواد د طالبانو د هلمند د والي ملا عبدالمنان وه

دا قاچاقي مخدره مواد د طالبانو د هلمند د والي ملا عبدالمنان وه

ځينو طالب چارواکو د رسنيو سره د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چي دا قاچاقي مخدره مواد د طالبانو د هلمند د والي ملا عبدالمنان وه، چي د ملا عبدالقيوم ذاکر په توسط ايران ته لېږدول کېدل. د ايراني پوليسو يو افسر وايي، د دغي واسطې سره مسلح نفر هم موجود وه او غوښتل يې چي د قاچاقي لارو دغه مواد د ايران مرکزي سيمو ته ورسوي. د طالبانو ځينو چارواکو هم منلې او د رسنيو سره يې په خبرو کي ويلي، چي هم د طالبانو پر سر تجارت روان دى او هم د طالبانو تر منځ ډېر غټ سياسي تجارت روان دى. ملا عبدالقيوم ذاکر غوښتل، چي ملا عبدالمنان د ځان لپاره ولوبوي او هغه نور په کويټه شورا تکيه ونه کړي. خو د دومره قاچاقو تر نيولو وروسته به د طالبانو د هلمند والي څه کوي؟ ايا د ملا عبدالقيوم ذاکر لاره به تعقيبوي؟ ښايي دا پوښتنه د هر چا سره موجوده وي او د جواب لپاره يې هم مختلف ابعاد وجود ولري. ملا عبدالمنان او ملا عبدالقيوم ذاکر د کويټي شورا څخه په يوازي سر هغه کارونه کوي، چي وسله وال طالبان او د کويټي شورا نور غړي يا خو په خبر نه دي او يا هم ورسره موافق دي. يا په بل مفهوم، د طالبانو مشرتابه ښايي د قاچاق له پيسو سره توافق نظر ونه لري، خو ملا عبدالمنان او ملا عبدالقيوم ذاکر عملا دا کار پيل کړى دى. ملا عبدالمنان مخکي هم د قاچاقو په کاروبار کي لاس درلود، هغه د هلمند او نيمروز په ولايتونو کي د قاچاق وړونکو سره مرسته کوي، چي په اسانۍ سره خپل قاچاق ايران ته ولېږدوي او هلته يې په ميليونونو ډالرو وپلوري. ځيني طالب چارواکي هم دا مني، چي ملا عبدالقيوم ذاکر او ملا عبدالمنان مخکي هم داسي پټ کاروباري روابط درلودل، چي د امارت کسان پرې شکمن وو. خو د بلي خوا ولسي وګړي وايي، چي وسله وال طالبان ولي د خپلو پيسو او شخصي تجارت لپاره بې ګناه انسانان په شهادت رسوي؟ طالبان اوس پرڅو ډلو وېشل شوي او هره ډله يې ځان ته فعاليت کوي، دوى د رهبرۍ کوم مشخص ادرس نه لري، د کويټې، ميرانشا او پېښور شوراګاني تش په نامه فعاليت کوي، نور هيڅ آغېز هم نه لري. د طالبانو هر قوماندان خپل ځان ته خطوط ټاکلي، ځيني يې تجارت کوي، ځيني يې وسله والي غلاوي کوي، ځيني يې خلک اختطافوي او دې ډول کارونه ته بيا اسلامي او شرعي توجيه کاروي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

۱ کامنت

  • نورحمن

    رښتیا هم د طالبانو قومندانان یا قاچاقبر دي او یا یې ملګري او مرستندویان خو مشران یې باید وویل سي طالبان نه ولي چې طالبان ښه خلګ دي البته دا کشران او د مدرسې ده هغوی زؤرؤل سوي دي رټل سوي دي هغوی هم د خپلو افغانانو وروڼو په مرګ ندي خوشحاله مننه


  • کامنت

    نوم (مهم)
    ایمیل (مهم)
    ستاسو څرګندونې (مهم)
    برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .