آې پېډ چي څه غوښتل، هغسي و نه سول!

آې پېډ چي څه غوښتل، هغسي و نه سول!

آی پېډ داسي یوه ټیکنالوجي وه چي په لومړي کال ئې د تمي خلاف ریکارډونه مات کړل، خو په ۲۰۱۵م کي ئې ارزښت له لاسه ورکړ او کمپنۍ ئې دې ته مجبوره سوه چي جوړښت ته ئې بشپړ تغییر ورکړي.

په لومړي ځل چي کله ټابلیټ کمپیوټران (آی پېډ) اعلان سول، اېپل کمپنۍ ۱۹ مېلیونه خرڅ کړل. دوه کاله وروسته دغه شمېر ۶۷ مېلیونه ته ورسېدی. که چېري دغه شمېر له آی فون سره پرتله کړو، آی فون موبایلان په لومړي کال ۵ مېلیون خرڅ سول او په راتلونکو دوو کلونو کي ئې شمېر ۲۱ مېلیونو ته ورسېدی. د آی پېډ او آی فون دغه پرله پسې پرمختګونه د سټېو جابز په مشرۍ کي وسول او هم دغه کس د آی پېډ جوړولو مشوره ورکړه.

له یوه اړخه که د سټیو جابز اقدام ته وګورو، نو پر ځای اقدام ښکاره کېږي، ځکه په کوم وخت کي چي ده د آی پېډ جوړولو مشوره ورکړې ده، په همدې کال د شخصي کمپیوټرانو ارزښت په بازارونو کي ډېر ټیټ و. د آی پېډ په راتګ سره د شخصي کمپیوټرانو (Laptop او Desktop) خرڅول او رانیول له ۳۵۴ مېلیونو څخه ۲۷۶ مېلینونو ته راټیټ سول، یعني د مارکېټنګ څلورمه برخه ئې وبایلل. دغه نزول کمپیوټر جوړوونکي شرکتونه ډېر حیران کړل. Dell کمپنۍ خو دې ته مجبوره سوه چي نور د کمپیوټرانو تولید پرېږدي. HP کمپنۍ په کمپیوټرانو کي نوښتونو ته ادامه ورکړه او خپلي هڅي ګړندۍ وساتلې.

په دغو کلونو کي نو نور د کمپیوټر کار له حساس سکرین موبایلانو څخه اخیستل کېدی او حتی خلکو د تلوېزیون کار هم ځنی اخیستی. په همدغه کال د اېپل کمپنی مشر، ټیم کوک وویل چي په ۲۰۱۵ کي به ټابلیټ تر کمپیوټرانو زیات استعمالوونکي ولري او هر کس به له ټابلیټ څخه استفاده کوي. خلک په دې باور وو چي د آی پېډ کمپنۍ به د نړۍ تر ټولو غټه کمپنۍ وي او تر ډېر وخت پوري به همداسي ځلېدلې پاته سي.

خو په وروستیو دوو-درو کلونو آی پېډ ورځ تر بلي مخ پر ټیټېدو سو. کومه خبره چي کوک کړې وه، هغسي و نه سول. په ۲۰۱۵م کال کي خلکو غټ سکرین درلودونکو ځیرکو موبایلانو ته مخه کړه. د دغو موبایلانو څخه دوی د کمپیوټر، تلوېزیون، آی پېډ او مېک ټولو کار اخیستلای سوای. کوک د ۲۰۱۵م کال د نومبر په میاشت کي رسنیو ته ویلي وو: “اېپل کمپنۍ به په راتلونکي کال کي یو نوی آی پېډ جوړ کړي چي هم د لوی سکرین لرونکو او هم شخصي کمپیوټرانو کار ځني واخیستل سي.” د کوک د دغي خبري عملي کېدو نړیوال په انتظار دي.


ساينس او ټکنالوژي

تبصره وکړئ

avatar