د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یو وړاندیز! عصمت څاروان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یو وړاندیز! عصمت څاروان

له دې مقدمې تېرېږم چې ادرس د تکنالوژۍ د چټګ پرمختګ په اوسني وخت کې څومره مهم دی او خصوصاً د جي پي ایس یا نیفي ګېټر له راوتلو وروسته.
اوسني نومونه، چې خلکو د مجبوریت له مخې ایښي، لکه پشت حمام، کوچه قصابي… ډېر بې خونده او غیردقیق دي.
نن د باختر اژانس په یوه خبر کې ویل شوي چې د اطلاعاتو او کلتور وزیرې د واټونو د نومونې له کمیسیون سره غونډه کړې ده او د کابل، بلخ او بغلان د یو شمېر سړکونو او واټونو د نومونو په اړه یې خبرې کړي دي.
دا ښه زېری دی چې دې وزارت د دې موضوع لپاره کمیسیون ټاکلی.
نه پوهېږم چې کمیسیون به د کومو معیارونو پر اساس نومونه ږدي خو زه ورته څو وړاندیزونه لرم، کېدای شي په درد یې وخوري.
د لویو ملي شخصیتونو ترڅنګ، چې باید پر واټونو کېښودل شي حتي که تکرار هم وي پروا نه لري.
د ګلانو نومونه؛ لکه لاله، غاټول، صنوبر، ګلاب، نرګس، ارغوان….
د ځینو ولسوالیو او ولایتونو نومونه
د ټولو ولایتونو په نومونو دې یو واټ په پلازمېنه کې وي.
د هغو ولسوالیو چې ښکلي نومونه لري، لکه کامدېش، زیباک، پامیر، وردوج، بګرام، بهسود، کامه، قیصار، المار، نهرین، کهمرد، دوشي، خنجان، ارچي، درقد، مُقر، شینډنډ…..
د دوستو هیوادونو او د هغو د ځینو ښارونو (دا کار نورو هیوادونو هم کړی دی) په لندن او چک کې د کندهار په نوم واټونه شته.
د پراګ د مرکزي برخې کوڅې د مختلفو هیوادونو په نومونو دي.
د سیارو نومونه: لکه مشتري، عطارد، سپوږمۍ، لمر، مریخ…..
د ځینو تاریخي ځایونو نومونه لکه؛ چهل زینه، خواجه پارسا، بخدي، کابورا، بامیکا، ګندهارا، ارکوزیا، هریوا، هري، پکت، پکتین، تخارستان، زابلستان…
د نړۍ د مشهورو شخصیتونو (لیکوالو، مخترعانو…) لکه ادیسون، انشتاین، هوګو، شکسپیر، همینګوې، طه حسین، نجیب محفوظ، اتاترک، جمال عبدالناصر، سادات، ملک فیصل، ټاګور…
د عربي هیوادونو د مشرانو د نومونو ګټه دا ده چې دا هیوادونه کومک ته هڅوي. پاکستان په دې طریقه له دوی څخه ښه استفاده کړې ده.
فکر کوم چې د لوحو د جوړولو او نصبولو مصرف مخابراتي شرکتونه او ځیني نورې کمپنۍ په دې شرط په غاړه اخلي چې د یوې مودې لپاره یې نوم د لوحې په یوه کونج کې لیکل شوی وي.




t