شهید پوهاند مسعود نیکبخت څوک وو؟

شهید پوهاند مسعود نیکبخت څوک وو؟

هغه څوک چې ټول عمر یي د وطن بچیانو روزلو کې تیر کړو

شهید پوهاند مسعود نیکبخت په اصل کې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی او په ۱۳۴۴ هـ ش کال کی زیږدلی چې خپلې لومړنۍ زده کړی یی د هاشم خېلو لېسې څخه پېل او د هجرت په دوران کې له دولسم ټولکي څخه په عالي درجه فارغ شو. له فراغت څخه وروسته په (۱۹۸۵) میلادي کال کې د اسلام آباد په ( International Islamic University Islamabad ) ( اسلام آباد نړیوال اسلامی پوهنتون) کې شامل او په (۱۹۸۹) میلادی کال کی له نوموړی پوهنتون څخه فارغ شو.
شهید پوهاند مسعود نیکبخت د دوو ماستریانو درلودونکې وو چې خپله لومړنۍ ماستري یی د پېښور پوهنتون څخه په اسلامي علومو کې په (۱۹۹۲)میلادی کال، او دویمه یی له همدې پوهنتون څخه په عربي علومو کې په (۱۳۹۵) میلادي کال کې تر لاسه کړی وه.
په (۱۳۷۱) هـ ش کال کی د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د رئیس په توګه وټاکل شو چې هغه مهال په پوهنځی کې یواځې یوه څانګه چې د پښتو څانګه وه موجوده وه او یو کم تعداد استادان او محصلین پکې په تدریس بوخت وه، کوم ځانګړی تعمیر یی نه درلود، د لیلی په شپږم بلاک کی یی دفتر، صنفونه او هر څه وه. بیا یی د یر ژر د عربی او ادب څانګه تأسیس کړله چی وروسته بیا نورو څانګې هم تأسیس شولی. نوموړې د اوو (۷) کلونو لپاره د پوهنځی د رئیس په توګه پاتې شو . او په (۱۳۷۷) هـ ش کال کی د پوهنتون د ریاست د لزوم دید لامله د زراعت پوهنځی د رئیس په توګه د یو کال لپاره وټاکل شو. همدا ډول د طب پوهنځي د مرستیال په توګه یی هم دنده تر سره کړی ده. نوموړي همدا ډول د پوهنتون د علمي شوری غړی، د ترفیعاتو کمیټې غړی، د تقرر او انفکاک کمیټی غړی، د تضمین کیفیت د اعتلاء مرکز مسؤل چې دا یوه نوی پروسه وه او په پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره نوموړې وټاکل شو چې ټول پوهنتون کې یی د هغې پروسې د معرفۍ لپاره ډېرې هلی ځلی وکړي. د پوهنتون د ازموینې کمېټې د مسؤل په توګه یی ډیر کلونه خدمت تر سره کړی دی. نوموړي همدا ډول د کانکور دامادګۍ په نامه دیوی کمیټې وړاندیز کړی وو چې پوهنتون کې به هر کال مخکې له دې چې د کانکور هیئت راشی تیاری به ورته نیول کیده چې هغه تأسیس او نوموړې یی مسؤل وو.
ښاغلي پوهاند نیکبخت همدارنګه د ننګرهار پوهنتون د علمي او اکادمیکې مجلې ( پوهه) د مسئول مدیر په توګه دیارلس(۱۳) کلونه خدمت تر سره کړی دی چی دې دوران کی یی د استادانو لسګونه علمی مقالی چاپ کړی دي. هغه مهال یی د دې مجلې لپاره یوه کړنلاره ترتیب او ټیپ کړله. د وسائلو د نه موجودیت لامله به یی مجله ښارکې کمپوز کوله، هغه مهال یی نه کمپیوټر درلود او نه پرینټر، په ټول پوهنتون کې دا وسائل نه ول، د فوتو کاپۍ ماشین هیڅ درک نه وو. په پوهنتون کې لمړی کمپیوټر یی هغه مهال تر لاسه کړ چې نوموړې د کرنې پوهنځی رئیس وو، کله چی UNDCP څخه یوه پروژه د باغونو د احداث په نامه تر لاسه شوه چې په هغې کې یی دا کمپیوټر د پوهنځي لپاره په بازارکې راونیولو، له دې کمپیوټر څخه د مکتوبونو او کمپوز په چارو کې ګټه اخستل کیده. نوموړې هغه مهال د ریاست تر څنګ د مجلی مدیر هم وم.
د دی تر څنګ یی د ننګرهار پوهنتون په پرمختګ کی نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي دي. د یاد پوهنتون د ازموینې د کمیټې د مسئول په توګه هم پاتي شوي چې کارونو یی ډیرې مثبتې پایلي درلودلي دي.
پوهاند نیکبخت د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت د اعتلاء د مرکز د مسئول په توګه یی د (۱۳۹۰)هـ ش څخه تر ۱۳۹۵ هـ ش کال پورې خدمت کړي چې په (۱۳۹۲)هـ ش کال کې ننګرهار پوهنتون د هیواد په کچه لومړی مقام وګاټه. او د (۱۳۹۴)هـ ش کال د ارزونی پایله کې نوموړی پوهنتون د لوړو نمرو ګټونکی شو، چې له ټاکل شویو نمرو څخه یعنې (۷۰)نمرو څخه مو (۷۳) نمری تر لاسه کړلی، چې دا لوړی نمری وی. چې دا د تضمین کیفیت د ټیم د ښه فعالیت پایله وه چې پوهنتون په دوو ارزونو کې ښې نمرې تر لاسه کړی. نوموړي همدا راز وکړی شول چې د سیکا( (CEQUA په پروسه کې چې د تضمین کیفیت یوه برخه وه د هیواد په کچه ایوارډ تر لاسه کړي چې هغه مهال په هندوستان کې دا پروګرام تر سره شو چې نومړي ته یی د ننګرهار پوهنتون په نمایندګۍ د یو څو نورو پوهنتونونو تر څنګ دا ایوارډ ورکړ.
شهید نیکبخت خپله وروستۍ علمي د پوهاند رتبه په ۱۳۹۵/۴/۲ نیټه تر لاسه کړله.
پوهاند نیکبخت د ښی سابقی او د علم په ساحه کې د عالي خدمت لامله په ۱۳۹۴/۵/۲۵ نیټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د (۵۴) ګڼه فرمان په اساس د ملا مشک عالم مډال د یوې لوي غونډی په ترڅ کی چی د لوړو زده کړو محترم وزارت کې دائره شوی وه ترلاسه کړو.
خدای بخښلي نیکبخت د استادۍ د مقدسې دندې تر څنګ په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د دوهم ځل لپاره د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د رئیس په توګه مقرر شو چې د خپل ژوند ترپایه یی د پوهنځی د رئیس په توګه دنده تر سره کوله او خپل ژوند یی د ډیرو علمي برنامو ارمانونو سره پای ته ورسوو
پوهاند نېکبخت د ۵/۶/۱۳۹۸ نېټه د هیواد او خلکو د دښمنانو لخوا په یوه بمي چاودنه کی په شهادت ورسید او خپل روح یی حق تعالی ته وسپاره.
انالله و انا الیه راجعون

نثار احمد نیکبخت




t