له څېلې سره خبرې

له څېلې سره خبرې

ډیسمبره، هسې زړه کې مې راتېر شول
چې به دې کې ګناه څه وي
که سړی چیرې یو ورځې داسې وکړې
چې ښه ګرم چای تیار کړي
او د ورین تندي خواږه په کې ورزیات کړې
یو پیاله په خپله واخلي
او میرمنې ته دویمه پیاله ورکړې
سره مسک شي، او په ګډه ترې ګوټ وکړي

ډیسمبره، هسې دې کې څه تاوان دی
که دا ستا د څېلې شپو کې
یو سړی په نیمه شپه له خوبه پاڅي
او په خپلې ژوند شریکې
غورځیدلی کمبل سم کړي

ډیسمبره، چې به دې کې تاوان څه وي
که میرمن زکام وهلې
ټوله شپه تبې نیولې
سترګې ډکې یي له اوښکو
ټوله درد ټوله زګیروی وي
خو خاوند یې ورته ګرم سوپ تیار کړي
په خپل لاس باندې یې ورکړې
په تندې باندې یې ښکل کړې
ورته ورو په غوږ کې وايي:
خدای دې جوړه کړه ګلابې!

ډیسمبره! عجیبه یې
که ته نه وی د چا یاد هم ښایې نه وی
داسې څوک چې د څېلې په اوږدو شپو کې
بخارۍ کړې درته بله
د خوږ کیسو بنډار درسره وکړي
یا یو زوړ فلم شریک درسره ګوري
بخارۍ کې د لرګیو ټسار خیژي
له کړکۍ د باران غږ درسره واوري

ډیسمبره، ستا په دې سړه څېله کې
عجیبه تنهايي حس کړم
چې ساړه مې پسې واخلي
او منګولې مې کنګل شي
د یو چا تاوده لاسونه راپه یاد شي
چې لاسونو کې لاسونه تودوی شي

ډیسمبره، خیال پلوه خو به نه یم!؟
هسې زړه کې مې راتېر شول
چې په دې کې څه تاوان دی،
که یو چا په دې څېله کې
د کیسو یو څوک لرلی….
ــــــــــــــــــــــــــــــــ

مهر تاج




t