پنځه ويشت کاله د پرَدي ملک مزدورۍ توبه !

پنځه ويشت کاله د پرَدي ملک مزدورۍ توبه !

څه درته ووايم ژوند څنګ روان دی هۍ، توبه
زړه مې موړ شوی دی له ډمې زنده ګۍ توبه

سختې مې زړه باندې ولاړې دي پولۍ توبه
سخته يادېږي مې د کلي شبوګۍ، توبه

لکه يوسف يې څه په چل ځان سره راوستم
لکه نجيب يې سرِعام کړمه زندۍ، توبه

پنځه ويشت کاله د پرَدي ملک مزدورۍ توبه
او د باران په شپه د مور د لاس پولۍ توبه

له وينو ډکه مې ده، سرهء سپينه مرۍ توبه
زما په درد باندې خوشاله ده نړۍ، توبه

چې يې اخيستې لېوني ډاډ نه مورکۍ توبه
قسم يې کړی دی له هرې خوشالۍ توبه

هدایت الرحمن ډاډ



ادب غزل ډاډ
t