‎د جرمني مرستیال سفیر سره د دوو مهمو کلتوري پروژو اړه تعقیبي ناسته وشوه

‎د جرمني مرستیال سفیر سره د دوو مهمو کلتوري پروژو اړه تعقیبي ناسته وشوه

په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون، د افغان ولسمشر په ځانګړي هدايت د جرمني هېواد له نايب سفير (شارزدفير) او د ياد سفارت له لومړۍ سکرترې سره د دوو مهمو کلتوري پروژو په اړه تعقيبي ليدنه وکړه.

په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر د مشاوریت په رسمي پاڼه لیکل شوي؛ ‎په دې پروژو کې يوه يې د ريښه يي قاموس ده، چې څه وخت وړاندې د الماني پروفيسور سبيستيان “زمري” لخوا افغان ولسمشر ته وړانديز شوې وه او ښاغلي ولسمشر يې د تطبيق ژمنه ورکړې وه.

‎بله هم د پښتو فولکلور ټولونې ده، چې په دې ليدنه کې د دواړو پروژو پر يو کولو سلا وشوه.

‎ استاد ازمون د سبيستيان لخوا د وړانديز شوې پروژې طرحه وړاندې کړه. ښاغلي پيليکس او اغلې نينا هوري وويل، چې پر دې موضوع له افغان جمهور ريس سره د دوی د سفیر خبرې شوې او په دې اړه به جدي او عملي اقدامات وکړي.

ښاغلي ازمون له دوی مننه وکړه، چې هېواد يې نورو برخو کې د مرستې ترڅنګ په علمي او کلتوري برخو کې هم همکاري کوي او په راتلونکي کې يې هم د ورته همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.




t