د الله (ج) په کارونو کې کار نه لرل, د نېکمرغۍ سبب ګرځي

د الله (ج) په کارونو کې کار نه لرل, د نېکمرغۍ سبب ګرځي

ليکوال: عطا محمد مياخېل

په یوه لرې پرته کلیوالي سیمه کې یو کس اوسېده، چې د ده څراغ به په اوبو لګېده
( په اوبو به روښانه کېده )، یوه بل کس ترې وپوښتل، چې ته څه ځانګړتیاوې لرې، چې ستا څراغ په اوبو لګېږي؟
هغه په ځواب کې ورته وویل: زه د الله (ج) په کارونو کې کار نه لرم.
ده ورته وویل: زه هم کار نه لرم، ده بیا ورته کړه: خامخا د خدای (ج) په کارونو کې کار لرې که چېرې له ماسره ژمنه وکړې، چې نور به د الله (ج) په کارونو کې کار نه لرې، نو ستا څراغ به هم په اوبو لګېږي، نوموړي ورسره ومنله، او په خپل څراغ کې یې اوبه واچولې او له ځان سره یې وویل: وبه ګورم، چې دا څراغ روښانه کېږي او که نه؟ کله یې چې څراغ ته اور لګیت وواهه، ګوري چې څراغ روښانه شو.
ډېرې ورځې همداسې تېرې شوې، یوه ورځ ډېر تیز باران ورېده ، ده له ځان سره وویل:
ای الله (ج) دلته خو د باران اړتیا نه وه، دا به دې په دښتو او غرونو ورولی وو، چې للمي پرې ښه راغلي وای، د دې خبرې په کولو سره یې څراغ مړ شو.
بیا هغه لومړي کس ته ورغی او ټوله کیسه یې ورته وکړه، هغه ورته وویل: ما نه وو درته ویلي ، چې د الله (ج) په کارونو کار مه لره.
په افغانستان کې هم ځینې خلک ډېر وارخطا ول، چې وچکالي شوه واوره نه ورېږي، دا به څنګه شي؟
نېکبختانو د خدای (ج) په کارونو کار مه لرئ ، الله (ج) پوهېږي او کاریې ، دا دی څو ورځې په پرله پسې توګه واوره وورېده.




t