د جادو او کوډو له کبله طلاق ورکول

د جادو او کوډو له کبله طلاق ورکول

سوال: یو کس دی چي د واده د لومړۍ شپې څخه ناروغه سویدی، له خپلې مېرمنې سره یې هیڅ جنسي تعلق نه دی نیولی،د ۸ میاشتو واده وروسته یې دغه مېرمن باکره ده، حواس یې بدل سول، ناروغه سو، چي په دغه وخت کي یې و خپلې ښځې ته هم په خوله او هم په لیکلي ډول سره طلاقونه ورکړل، کله چي دغه ناروغه تعویذونه او دوا وکړل، او سم سو، اوس دی پښېمانه دی، چي ما طلاق نه دی ورکړي او که ما ورکړی وي زه نه یم پوه سوی، ایا دغه طلاق واقع سویدی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
که چیري د سحر، جنون و غیره له کبله حواس او هوښ برابر نه وي،او دغه کس په دې نه پوهېدئ چي زما له خولې څه وځي، او نتیجه یې څه ده، که په دغه صورت کي د طلاق الفاظ ووايي طلاق نه واقع کیږي، که چيري دغه کس د الفاظو په مطلب پوهېدئ او بیا یې طلاق طلاق وایه طلاق واقع کیږي.
یادونه: ددغه کس خپلوان کولای سي چي وګوري چي ددغه کس حواس او هوښ پر ځای وه او که نه وه، که چیري ددغه کس حواس او هوښ پر ځای وه او طلاق ، طلاق، طلاق یې یا ویلی وو او یا یې لیکلی وو، دغه مغلظ طلاق دی،یعني دغه ښځه به بل خاوند په نکاح کوي، بیا به عده تیریږي او بیرته کولای سي چي دغه لومړی خاوند په نکاح کړي.
که چیري دغه کس دغه طلاق یا وایه او یا یې لیکئ او پوهېدئ چي زه طلاق وایم او یا یې لیکم ددې مطلب دادئ چي ددغه کس حواس او هوښ کار کوي، په دغه صورت کي مغلظ طلاق واقع کیږي.
الثانی: ان یبلغ النهایة، فلا یعلم ما یقول: و لایریده، فهذا لاریب انه لا ینفذ شئ من اقواله. ( ردالمحتار: ۳/ ۲۴۴، کتاب الطلاق، مطلب فی طلاق المدهوش، سعید)
(وکذا فی اعلائ السنن: ۱۱/ ۱۸۷، باب عدم صحة طلاق الصبی والمجنون والموسوس، ادارة القرآن کراچی)
(فتاوی محمودیه ټوک: ۱۲، ۶۵۱، فتاوی عثمانی ۲: ۳۱۶، امداد الاحکام ۲: ۲۴۱، فتاوی فریدیه: ۵، ۴۷۵)




t