د کابل د عیدګاه جامع جومات

د کابل د عیدګاه جامع جومات

د عیدګاه جومات د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د علیمردان باغ او د حضوري چمن ترمینځ موقعیت لري.
ددغې جومات ودانیز کار د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال په ۱۳۱۱ ه- ق کې پیل او په ۱۳۱۵ ه-ق کال کې بشپړ شو
دا یو له هغه جوماتونو څخه وو چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو لپاره د شرقی هند کمپنۍ او د برتانوي امپراتورۍ پر وړاندې د مبارزې لومړی فرمان د همدې جومات له منبر څخه صادر شو، او تر پایه د انګلیس پر وړاندې د مبارزې د عمومي قرارګاه او د قومندې د مرکز په توګه پاتې شو، همداراز قومي جرګې او عمومي فیصلې په همدې جومات کې ترسره کیدل.
د جومات په دیوال کې پر یوه ډبرینه کتیبه د جومات په اړه معلومات درج دي.
ویل کیږي چې احمد شاه بابا د یو سفر په ترڅ کې کابل ته راغلی وو او په همدې ځای کې یې د لوی اختر لمونځ ادا کړ، نو له همدې امله د “عیدګاه جومات” په نوم نومول شوی دی.

د عیدګاه جومات د کابل ترټولو لوی او مهم جومات دی چې هرکال له یو میلیون څخه زیات کسان دې جومات ته تګ راتګ کوي او د اختر لمونځونه په کې ادا کوي.
دا لوی جومات، شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه مساحت او د زرهاوو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

ددې جومات ودانۍ، له شمال څخه تر جنوب پورې غزیدلې چې د خامو خښتو، چونې او د اوسپنې په استفادې جوړه شوې ده، پخوا ددی جومات په احاطه کې د توت، بيد او د چنار ونې کینول شوې وې.

ددې جومات ودانۍ شاوخوا ۷۶ وړې ګنبدې، یوه غټه ګنبده، یو لوی او دو وړې محرابونه، ۱۱ وړې او غټې منارونه، او یو لړ رواقونه او کمانونه لري.
دغه جومات دری لوې دروازې، چې هره دروازه یې وړې ګنبدې او منارونه لري چې ډیرښکلي جوړې شوي دي.
متاسفانه، د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا نه وروسته ددې جومات له احاطې نه ټول ګلان او ونې وویستل شول او انګړ یې پوخ قیرکړای شو.

خوشبختانه ، په ۱۳۹۶ ه-ش کال کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له خوا ددې جومات بیارغونه پیل شوه او د هېواد د انجینرانو په واسطه او د دودیزو افغاني توکو په کارولو سره یې خپل تاریخي هویت بېرته ترلاسه کړ او په ۱۴ میاشتو کې یې ودانیز کار بشپړشو.
د جومات د بیارغونې سربیره، ددې جومات انګړ هم د اسلامي معمارۍ پراساس بیا ورغول شوه.

📝 ويډيو ترتيب: CRIDA

منډیګک



عبدګاه معلوماتي کابل
t