فحاشي او بدکاري مه نشروئ – مفتي عبدالولي

فحاشي او بدکاري مه نشروئ – مفتي عبدالولي

(إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ)
[Surat An-Nur 19]

بېشكه هغه كسان چې خوښوي چې په مومنانو كې فاحشه (بدنامي) خپره شي، د دوى لپاره په دنیا او اخرت كې ډېر دردوونكى عذاب دى، او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.

شرعي قانون او مسله:
تر څو چې پر چا باندې په شرعي شهادت سره ( چې څلور ګواهان دي ) يا د خپلې خوښې او رضا په اقرار سره د زنا اثبات نه وي شوی تر هغه وخته پر چا د زنا الزام او بهتان تړل ستر جرم دی. دغه کس د دې وړ دی چې د قذف، يعنې بهتان ويلو حد پرې جاري شي.

ځینې ويب سايټونه او پاڼې د مسلمانانو د ځينو ښارونو باره کې وليکي چې هلته بدکاري او فحاشي عامه ده، د دغو پاڼو په دغه ډول نشرياتو کې يا خو ځانګړي استخباراتي مقصدونه وي، يا په ذهنونو کې د بدکارۍ د شناعت او قباحت په کمولو سره پخپله د بدکارۍ ترويجول غواړي، نو په دغه ډول ليکنو سره مسلمانانو ته داسې وښيي چې دا خو يو عادي کار دی او نور خلک يې هم کوي، نو په دې ډول د زنا او فحاشۍ هغه قباحت او شناعت چې د مسلمان په ذهن کې وي هغه ختم شي.

خو افسوس دلته سړي ته راشي چې ځينې ساده ګان چې له ديني نصوصو څخه ناخبره وي او يا غرضيان وي هغوی راپاڅي او دغه د فحاشۍ مطالب ژباړي او نشروي يې او په دې ډول د استخباراتي کړيو او يا د بدکارو ډلو په جرنده اوبه ورسموي.

فإنا لله و إنا إليه راجعون.



بدکاري فحاشي کمپاین کوونکي
t