پلار او زوی خپل منځي حالت ارزښت 

 پلار او زوی خپل منځي حالت ارزښت 

حدیث شریف: رُوِيَ ابنُ السَّنِيُّ عَنْ أَبِي هُرَيرَة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ : أَنَّ النَّبِيَّ صلي الله عليه وسلم رَأَي رَجُلاً مَعَهُ غُلا ٌ, فَقَالَ لِلْغُلاَمِ : مَنْ هَذاَ ؟ قَالَ : أَبِي , قَالَ :فَلاَ تَمْشِي أَماَمَهُ ، وَلاَ تَسْتَسِبُّ لَهُ , وَلاَ تَجْلِسْ قَبْلَهُ , وَلاَ تَدْعُهُ بإِسْمِهِ .
ژباړه: ابوهریره رضی الله عنه وایی : رسول الله صلی الله علیه وسلم یوسړۍ ولید چی یوهلک هم ورسره و ، هلک ته یی وویل : داڅوک دی ؟ هغه ورته وویل : دازما
پلاردی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
نو له ده مخکی مه ځه !
اومه داسی کار کوه چی دهغه کارلامله دی پلارتاته ښکنځلی وکړی !
اوله ده مخکی مه کینه !
اوپه نامه یی مه بوله !
ګټی:
۱- له یوی موضوع چی سړۍ پوره خبرتیا نلری پر هغه دی تبصره نه کوی په پیل کی په یوه موضوع ځان پوره خبرول اوبیا پرهغه خبری کول له دی حدیث نه معلومیږی چی نبوی لاره ده
۲- زوی باید دپلار مخته تګ ونکړی وروسته دی ورپسی ځی
۳- زوی باید داسی کار ونکړی چی هغه یی دپلار دغوسی سبب وګرځی
اوتادیبا هغه ووهی یا بدی خبر یورته وکړی.
۴- په مجلس یاهرځای کی دکینستلوپرمهال دی زوی له پلار نه مخکی نه کینی کله یی چی پلار کینی بیا دی دی کینی.
۵- زوی باید پلار په خپل نامه ونه بولی په کومو خلکو کی چی پلار ته څه ډول احترامانه نوم اخیستل کیږی په هغه نامه دی وبلل شی!!!

 




t