په کوم وخت کې بچی د خپل پلار حق اداء کولی شي؟

په کوم وخت کې بچی د خپل پلار حق اداء کولی شي؟

عن ابي هریرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ”لَایَجْزِي وَلَدٌ وَالِدًا اِلِّا اَنْ یَجِدَهُ مَمْلُوْکًا فَيَشْتَرِيَهُ فَيُعْتِقَهُ.“
”رواه مسلم“

حضرت ابو هریره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، بچی دخپل پلار بدله هیڅکله نشي ورکولی، مګر هغه وخت چې کله خپل پلار په داسې حالت کې ومومي چې غلام وي، بیا یې واخلي او له اخیستلو وروسته یې ازاد کړي.

زما داسلام خوږو وروڼو او خویندو! مور او پلار په خپل اولاد بې شمېره حقونه لري، پورتني حدیث کې راغلي چې بچی دخپل پلار حق او بدله هیڅکله نشي اداء کولی، که هر څومره خدمتونه یې وکړي، ځکه ددوی حقوق په اولاد ډېر زیات دی، مګر بچی په یو صورت کې کولی شي چې دخپل پلار څه ناڅه بدله ورکړي (حق یې اداء کړي) خو دا په هغه صورت کې چې خپل پلار یې دبل چا غلام وي، بیا دا بچی خپل پلار واخلي، که په هر څومره قېمت وي او له اخیستلو وروسته یې ازاد کړي، صرف په دې یو صورت کې بچی کولی شي دپلار حق اداء کړي.

نو راځئ ددې دوه سترو نعمتونو شکرانه اداء کړو، الله مه کړه که له چا څخه خپل مور او پلار خواشیني وي، باید راضي یې کړي، پښو کې یې ولوېږي، لاسونه یې ښکل کړي او په ښه توګه یې خدمت ته امادګي ونیسي.

د والدینو په خوشالولو کې جنت دی، نبي علیه السلام هغه کس ته ښېرا کړې چې خپل والدین یو یا دواړه په حالت د بوډاتوب کې ومومي او بیا هم نوموړی خپل جنت ته پرې داخل نه کړي.

او په بل حدیث کې راغلي چې جنت دمیندو تر قدمونو لاندې دی.

الله تعالی دې موږ ته په دغو غوره ویناوو دعمل کولو توفیق رانصیب کړي آمین.

محمد نعیم حمزه




t