جاپان د ناکامورا ماموريت بشپړلو په موخه ډاکتر موراکامي د هغه ځای ناستی وټاکه

جاپان د ناکامورا ماموريت بشپړلو په موخه ډاکتر موراکامي د هغه ځای ناستی وټاکه

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي، جاپان هېواد په ننګرهار کې د ډاکتر ناکامورا د نيمګړي ماموريت بشپړولو په موخه ډاکتر موراکامي د PMS ادارې د نوي رئيس په توګه پر دنده وګماره.

ډاکتر موراکامي، چې د ناکامورا ماموريت سره بلدتيا لري ژمنه يې کړې، چې د هغه نيمګړې چارې به په پوره لېوالتيا او ښه ډول تر پرمخ يوسي.

په پلان کې ده، چې ډېر ژر به ډاکتر موراکامي په ننګرهار کې خپله دنده هغه ډول پيل کړي څرنګه، چې ډاکتر ناکامورا مخته وړله.




t