جلال اباد: نرخنامو تطبیق په برخه کې د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پيلیږي

جلال اباد: نرخنامو تطبیق په برخه کې د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پيلیږي

د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د بېلابېلو توکو نرخنامې جوړې او د تطبیق په برخه کې به یې د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پیل شي .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د افغانیو د رواجولو کمېسیون پرېکړه وکړه چې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د بېلابېلو توکو نوې نرخنامې ژر تر ژره جوړې شي او هغه پلورونکي چې په ښه توګه یې مراعت کوي،تقدیر او له نرخنامو څخه سرغړونکو سره به سخت چلند ترسره شي .

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دې غونډه کې همدا راز پرېکړه وشوه چې د نرخونو د کنټرول د مرکزي کمیسیون ترڅنګ به هره ناحیه کې د ناحیو او حوزو د امرینو،ګذر وکیلانو او نورو په شتون سره فعال کمیسیونونه په جدي ډول نرخنامې تطبیق کړي .

د ننګرهار والي له لورې، د مرکز ترڅنګ ولسوالیو ته لا زیات وړو بانک نوټونو د تبادلې،خپلسرو هډو څخه د مسافرینو د لیږدونکو موټرو د درولو،د جلال اباد او ولسوالیو کرایو کنټرول او یو شمیر نورو برخو کې لازمې لارښوونې وشوې .

سرچینه زیاتتوي؛ د اړونده برخې مسؤلینو د مالوماتو له مخې په دې ولایت کې د ډیزلو نرخ د ۴۷ افغانیو څخه ۴۵ او د پطرولو نرخ د ۴۹ افغانیو څخه ۴۷نیمو افغانیو ته را ښکته شوي او ټاکل شوې سبا د تازه ګازو په را لیږدیدو سره د یو کیلو ګازو قیمت له نوي افغانیو څخه تر ۷۵ افغانیو پورې را ښکته شي .

په دې غونډه د افغانیو د رواجولو کمېسیون غړو د خپلو ترسره شویو اجراتو په اړه مالومات هم شریک کړل چې د ننګرهار والي له لورې د کړنو ستاینه وشوه او پر لا زیات کار کولو ټینګار وشو.




t