د ملي تدارکاتو اداره: ۳۵ تدارکاتي موارد منظور شول

د ملي تدارکاتو اداره: ۳۵ تدارکاتي موارد منظور شول

د ملي تدارکاتو کمېسیون ۲۰۶ مه غونډه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون دوشنبه په ارګ کې وشوه.

د تدارکاتو ملي ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د کمېسیون دې غونډه کې؛۳۷تدارکاتي موضوګانو باندې بحث وشو چې په پاېله کې د ۳.۶ میلیارڅخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۳۵ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې چې په لاندې ډول دي:

– د کلیو بیا رغولو او پراختیا وزارت اړوند؛ د ۱۴.۵ کیلومترو په اوږدوالي د نهرشاهي(لنګرخانه) د سړک او د مزارشریف شریف – شبرغان عمومي سړک څخه تر د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ دپایه قچقار کلې پورې د جوړولو پروژه؛

– د کلیو بیا رغولو او پراختیا وزارت اړوند؛ د هېواد۱۷ ولایتونو کې د همکارو مؤسسو د ګمارنې د پروژې د قرارداد ۱۲ وړاندیزونه؛

– د کابل ښاروالي اړوند؛ د مکرویانونو دپاملرنې د تدویر تصدۍ لپاره د ۵ زره ټنه LPG ګازو د برابرولو او تدارک پروژه؛

– د انرژي او اوبو وزارت اړوند؛ د ارچي کانال د پنځمې کڅوړې د بیا رغولو پروژې قرارداد؛

– د انرژي او اوبو وزارت اړوند؛ د ولایتونو د کوچنیو بندونو د پروژو قرارداد؛

– د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ‎ وزارت اړوند؛ د هند د کنډولا بندر څخه نیمروز ولایت ته؛ او له هغه ځای څخه د سیلو زیرمو ته د هند مرسته شوي ۷۵ زره مټرېک ټنه غنمو د لېږدولو د پروژې قرارداد؛

– د افغانستان برښنا شرکت اړوند؛ د مزارشریف د مزو د لېږدولو د بشپړولو، نصب او ډیزاین پروژه؛ خو د ښارجوړولو او ځمکو وزارت اړوند؛ دوه لاټونوکې د سب بېس، بېس کورس، د سړکونو د ویالو او د حیرتان د دوه لاري ښارګوټي د اوبو رسولو او کانالېزاسیون د پروژې قرارداد د لا زیاتو ارزولو په موخه بېرته ولېږدول شو.

ولسمشر غني د مکرویانونو د پاملرنې د تدویر تصدۍ لپاره د ۵ زره ټنه LPG ګازو د برابرولو او تدارک پروژې باندې د بحث پروخت دې ادارې ته لارښوونه وکړه ترڅو د څلورو میاشتو په ترڅ کې د سرچینو، سېسټمونو او د پوروړو څخه د پوراخیستلو له اړخه د تصدۍ د مدیریت په اړه وړاندیز شوی راپور د جمهوري ریاست لوړ مقام ته وړاندې کړي.

د کورنیو چارو وزارت اړوند د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیتي کمرو د ۶۳ قلمه وسایلو او تجهیزاتو د قرارداد د وخت تصحېح او د ملي دفاع وزارت اړوند؛ د ملي تدارکاتو کمیسیون د منظورۍ نېټې څخه د ګټونکي داوطلب لخوا د ډبرو سکرو او لرګیو د اکمالاتو د پېل د اجازې ورکولو په اړه د لارښوونې غوښتنه کمېسیون ته وړاندې شوه؛ چې په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.

کابل ښاروالۍ د هغو شرکتونو چې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې او د ۱۳۹۸کال د پسرلي په پېل کې د سیلابونو او بارانونو پروخت ېې کابل ښاروالۍ ته توکي او خدمتونه برابر کړي وه د تادیاتو د منظورۍ غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه چې د کمېسیون لخوا منظور شوه.

سرچینه وايي:

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ‎ وزارت د څارویو مړینې څخه د مخنیوي په موخه د ۵۲۸۰ مټرېک ټنه د څارویو خوراکي توکو د اخیستلو او لېږد د واک ورکولو وړاندېز په اړه د منظورۍ غوښتنه کمېسیون ته وړاندې کړه چې منظورشوه. د انرژي او اوبو وزارت د ترکمنستان هېواد څخه تر قرقین خم آب پورې د ۱۱۰ کیلو ولټو د لېن د لېږدولو د پروژې د تمدید او د جوزجان ولایت دې ولسوالۍ کې د سب سټیشنونو جوړولو سره د قرقین خم آب د توزیعي شبکې د پروژې په اړه د لارښوونې غوښتنه کمېسیون ته وړاندې شوه چې په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.

په همدې حال کې د لاندې پروژو د تعدیل د منظورۍ وړاندیزونه د بحث وروسته د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا منظور شول چې لاندې پروژې پکې شاملې دي.

– د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړ ادارې اړوند؛اته لاټونو کې د دارالامان ماڼۍ د بنسټیزو تحکیماتو او ترمیماتو د پاتې برخو (د جدولونونصب، د سړکونو او د سړک د غاړې ډبرو فرشولو) د پروژي د قرارداد تعدیل (د وخت تمدید د بیې زیاتوالی سره)؛

– د پوهنې وزارت د خپرونو ریاست د اړتیا وړ ۱۲ لاټونو کې په پښتو او دري ژبو د ۱۲.۲ میلیونه درسي کتابونو د برابرولو او چاپ د پروژې د وخت تمدید، د بیې زیاتوالی او د بیې کموالی سره؛

– د ټرانسپورټ وزارت اړوند؛ د سالنګ لویې لارې د مطالعې او ډیزاین د مشورتي خدمتونو د قرارداد د وخت تمدید؛ – د افغانستان برښنا شرکت د تره خېلو او شمال لویدیځ حرارتي دستګاه د اړتیا وړ عقد شویو مشخصاتو څخه L062 تېلو ته د ۱۰ میلیون لیټرو څخه زیاتو ډېزلو تېلو د تدارک د پروژې تعدیل؛

د ملي سټنډرډ ادارې د نفتي توکو د کېفیت د تثبیتولو پروژې د ګټونکي داوطلب په اړه د لارښوونې غوښتنه کمېسیون ته وړاندې کړه چې په اړه یې لازمې لارښوونې صادرشوې. سربېره پردې؛د ملي امنیت لوی ریاست اړوند؛

د یو قلم پټرول تېلو د تدارک پروژه کې په هر لیټر کې د ټاکل شوې بیې د لږ ترلږه او اعظمي حد قېمت کې د تصحېح د منظورۍ غوښتنه هم د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا منظور شوه. همداراز د اجنډا سره سم دې غونډه کې د کمېسیون غړو د دې کمېسیون د پخوانیو پرېکړو د لارښوونې د تحقق پر راپور بحث وکړ چې لاندې پروژې پکې شاملې دي:

– د کورنیو چارو وزارت اړوند؛ د اوبو رسولو د ودانیزو چارو د پاتې کار، د سرتېرو د کاغوش د دوه پوړیزه ودانۍ لپاره د برښنا او د کابل ولایت د قضائیه ځواک د ساتنې عمومي قوماندانۍ د ودانۍ د اوبو رسولو د ودانیزو چارو او برښنا پروژې په اړه د پرېکړې تحقق باندې بحث وشو او لازم تصامیم صادرشول.

– د ملي دفاع وزارت د تاسیساتو د ساتنې او پاملرنې د پروژې دویمې او شپږمې برخه کې د مذاکراتو په اړه د پرېکړې تحقق؛

– ۱۱ لاټونو کې د اسلامي تعلیماتو د مدرسو د ۱.۹ میلیونه کتابونو د برابرولو او چاپ د پروژې د قرارداد د تعدیل د منظورۍ د غوښتنې په اړه د پرېکړې تحقق (۳۵ ورځو لپاره د وخت تمدید د بیې زیاتوالی پرته)؛

– د پوهنې وزارت د ۳۷ میلیونو کتابونو د چاپ او لېږد په اړه د پرېکړې تحقق؛

– د انرژي او اوبو وزارت اړوند د لوګر د څرخ د پروژې د پرېکړې تحقق په اړه راپور؛

– د انرژي او اوبو وزارت اړوند؛ د شاه اوعروس د اوبو لګولو او برښنا بند د جوړولو په اړه د پرېکړې تحقق؛

– د انرژي او اوبو وزارت اړوند د غور ولایت د پوزه لیج د ۴.۰۵ میګاواټو د اوبو د برق د کوچنۍ دستګاه د پروژې د قرارداد د فسخې په اړه د قراردادي سره د حساب پاکولو په اړه د لارښوونې غوښتنې په اړه د پرېکړې تحقق؛

یادې ادارې ویلي؛ دې ناسته کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د غړو سربېره ؛ د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، کورنیو اونړیوالو څاروونکو چې د هغې له جملې څخه د افغانستان د روڼتیا څار ادارې، مشرانو جرګې، د سېستیکا ادارې،د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټنې یا (سیګار) او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې استازو شتون درلود.




t